دا پېښه په مستونګ ضلع کې د سپیزند په سیمه کې رامنځته شوه چې د کویټې په لور روان جعفر ایکسپریس پکې په یوې چاودنې سره په نښه شو. دا اورګاډی له پېښوره کویټې ته روان و. په دې وېروونکې پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ژوبل شوي دي. په ژوبل کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د رېلوې چارواکو په وینا د چاودنې له امله د اورګاډي ۶ بوجۍ له پټلۍ وتلي او یوه بوجۍ چپه شوې چې له امله یې مسافر ژوبل شوي دي. دا په تېرو لسو ساعتونو کې په همدې سیمه کې دویمه چاودنه وه. له دې نه مخکې سهار وختي هغه جعفر ایکسپریس چې پېښور ته روان و. د کویټې له رېلوې سټېشن څخه د تګ لپاره تیاري کوله چې مرکزي پټلۍ ته نږدې چاودنه وشوه. خو پټلۍ ته زیان ونه رسېده او اورګاډي ته له امنیتي اجازه نامې وروسته د سفر د دوام اجازه ورکړل شوه.
د پولیسو چارواکو وویل چې دا چاودنه د رېموټ کنټرول په یوه وسیله شوې وه چې په پټلۍ کې ځای پر ځای شوې وه. له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه او پولیس سمدستي پېښې ته ورسېدل او ژوبل کسان یې نږدې روغتیایي مرکز ته ولېږدول.
د پاکستان رېلوې یوه لوړ پوړي چارواکي ډان خبري اېجنسۍ ته وویل چې له چاودنې وروسته د جعفر ایکسپریس شپږ بوجۍ له پټلۍ وتلي او یوه یې چپه شوې چې په پایله کې یې پنځه مسافر ژوبل شوي دي. د رېلوې چارواکو زیاته کړه چې د چاودنې پر مهال ۲۷۰ مسافر په اورګاډي کې سپاره وو. د پټلۍ ترمیم به د شورو (چهارشنبې) په ورځ له امنیتي اجازې وروسته وشي. چې په دې موده کې به د اورګاډي خدمات بند وي.