د خیبر پښتونخوا حکومت په کرک ضلع کې د دفعې ۱۴۴ لاندې په غیر قانوني توګه د سرو زرو په کیندنې او پلټنې باندې د ۶۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د کرک اسسټنټ کمشنر له لوري د خلکو د شکایتونو پر اساس د سپارښتنې وروسته وشوه.
د دې بندیز مقصد د کیندنې د هغو غیر قانوني کارونو مخنیوی دی چې چاپیریال، د خلکو روغتیا او امنیت ته خطرې پېښې کړي دي. د کرک اسسټنټ کمشنر، اسد سرور په خپله اعلامیه کې وویل چې د چاپیریال ساتنه او د خلکو ژوند او مال خوندي کول د دوی لومړنۍ دنده ده.
د اعلامیې له مخې د هغو کسانو مشینونه او نور سامانونه به ضبط شي چې په غیر قانوني توګه په کیندنه کې ښکیل دي او د قانون ماتوونکو پر وړاندې به د دفعې ۱۸۸ لاندې کلک قانوني ګامونه پورته شي. هیله ده چې په دې اقدام سره به په سیمه کې پر چاپیریالي او روغتیایي ستونزو قابو وموندله شي.