د جندر انټر ایکټیو (Gender Interactive Alliance) مشرې بندیا رانا ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر اوسه پورې په سند کې لږ تر لږه ۵۶ ټرانسجینډر کسان وژل شوي دي. هغې دا وژنې د ظلم پای بللي دي.
د ایکسپریس ټریبیون خبري ایجنسی سره په خبرو کې بندیا رانا وویل چې په پاکستان کې د ټرانسجینډر ټولنه له ډېرو سختو ستونزو سره مخ ده. لکه د کور، خواړو، شناختي کارډ او د کار نشتوالی ستونزی هم په دی کي شاملی دی. هغې په خواشینۍ سره وویل چې په ودونو او نورو مراسمو کې د رقص او پرفارمنس دودیز کار تقریبا ختم شوی دی. هغې وویل چی اوس خلکو مونږ خپلو مراسمو ته نه رابولي. د زمونږ د ټولنې له ۹۰ سلنې څخه زیات کسان د خیرات په اخیستلو ژوند تېروي.
بندیا رانا په کراچۍ کې وروستیو پیښو ته اشاره وکړه. لکه د چاقو او ډزو پېښې. او ویې ویل چې دا د تاوتریخوالي یو ډېر خطرناک رجحان ښیي. په دې اونۍ کې څو ټرانسجینډر کسان وژل شوي. چې له امله یې د ټولنې غړي مشورې کوي او په ټوله صوبه کې د مظاهرو پلان لري.
دا ستونزه یوازې په سند پورې محدوده نه ده. په خیبر پښتونخوا کې د ټرانسجینډر ټولنې د حقوقو لپاره د کار کوونکې اتحادیې (Transgender Association) مشرې فرزانه ریاض وویل چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې په خیبر پښتونخوا کې لږ تر لږه ۱۵۷ ټرانسجینډر کسان وژل شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو هم په دې وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په وروستیو کلونو کې پر ټرانسجینډر کسانو بریدونه زیات شوي دي. د ملګرو ملتونو او نړیوالو حقونو د ډلو په وینا په پاکستان کې نږدې پنځه لکه ټرانسجینډر وګړي دي. چې دوی د ټولنیز بایکټ، ځورونې او تاوتریخوالي سره مخ دي.
د سند وزیر اعلی سید مراد علی شاه په یو بیان کې ټینګار وکړو چې ټرانجینډر د ټولنې یوه کمزورې برخه ده او مونږ ټولو ته پکار ده چې دوی ته عزت او وقار ورکړو.
سره له دې چې د ټرانسجینډر حقونو قانون ۲۰۱۸ د خلکو لپاره خپل جنسیت پیژندلو ته اجازه ورکړې وه. خو د دې قانون ځینې برخې د شریعت محکمې لخوا لغوه شوې. چې له امله یې ځینې تحفظات له منځه لاړل. د لانسیټ نومې نشراتي نیټ ورک په ۲۰۲۳ کال کې په خپل یو راپور کې وویل چې په پاکستان کې له لسو ټرانسجینډر کسانو څخه نهه یې پر فزیکي بریدونو اخته شوي دي. چې دا د هغوی په وړاندې د نفرت او تاوتریخوالي شدت ښیي.