په خيبر پښتونخوا کې سېلاب د ځپلو سیمو په ګډون په زیاتره ضلعو کې د سترګو سوروالي (پينک آي) وبا خپره شوې ده. د صحت محکمې په وینا په ټوله صوبه کې د سترګو د سوروالي ناروغانو شمېر ۲۲۸۶۳ ته رسېدلی دی. دا شمېرې د اګست د میاشتې دي.
په پېښور کې تر ټولو لوی روغتون لیډي ریډنګ هسپتال (LRH) کې هره ورځ ۱۵۰ نه زیات د سترګو سوروالي ناروغان راوړل کېږي. د حالاتو خرابوالي پيش ګويي له دې نه کېدی شي چې د دې هسپتال د سترګو څانګې مشره په ګډون پنځه ډاکټران هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د نورو لویو روغتونونو حالت هم له دې نه مختلف نه دی. د صحت محکمې په وینا په خیبر ټیچنګ هسپتال کې هره ورځ ۶۰ نه ۷۰ او حیات اباد میډیکل کمپلکس کې هره ورځ ۸۰ په شاوخوا کې ناروغان راوړل کېږي.
د صحت محکمې له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې تر ټولو زیات ناروغان د سوات په ضلعه کې موندل شوي دي. چې شمېر یې ۴۲۰۴ دی. نورې سر له پاسه ضلعې پېښور (۲۲۵۴)، بونیر (۱۷۴۳)، شانګله (۱۶۸۹)، کوز دیر (۱۴۸۴)، مالاکنډ (۱۲۳۵)، نوښار (۱۱۹۴)، او بټګرام (۱۰۸۰) ناروغانو سره شاملې دي.
د صحت محکمې خلکو ته خبر ورکړی چې دا ناروغي د فلو په څېر په چټکۍ سره خپرېږي. له دې ناروغۍ نه د ځان ساتلو او د دې د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ناروغۍ اخته خلک باید په لاندې لارښوونو په کلکه عمل وکړي.
ځان جلا کړئ: د سترګو د سوروالي په صورت کې باید ناروغه خلک ځان لږ جلا کړي.
بستر او بالښتونه جلا وساتئ: ناروغه خلک باید خپل بستر او بالښتونه هم جلا وساتي.
چشمې استعمال: په لمر او رڼا کې د سترګو د ساتلو لپاره چشمې استعمال کړي.
د صحت محکمې زیاته کړې چې دا ناروغي معمولاً تر یوې اونۍ پورې پاتې کېږي. خلکو ته مشوره ورکړل شوې چې د هر ډول ستونزې په صورت کې باید سمدستي ډاکټر ته ورشي.