به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

په خیبر پښتونخوا کې د شمالي او جنوبي وزیرستان په مختلفو سیمو کښې د امن د پاره د ترهګرۍ د ختمولو او د پرمختګ د پاره ځايي کمانډرانو او بریګېډ کمانډرانو د قبایلي مشرانو او عمائیدینو سره مهمې لیدنې او جرګې کړې دي. په دې ملاقاتونو کښې د ترهګرو خلاف په کارروائی کښې د همکارۍ او د سیمې د پرمختګ په منصوبو باندې تفصیلي خبرې اترې وشوې.

​په شمالي وزیرستان کې د میرعلي تحصیل په جھالر فورټ سیمه کښې ځايي یونټ کمانډر د علي خیل، شامي خیل او ذاکر خیل کلیو د مشرانو سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کښې دواړو خواوو په سیمه کښې د امن د ساتلو لپاره په ګډه کار کولو. ځوانان د غلطو خبرو او پروپیګنډې نه لرې ساتلو او د شکمنو خلکو یا ترهګرو د موجودیت په وخت د ادارو خبرولو باندې اتفاق وکړو. د دې نه علاوه په دې خبرې هم وشوې چې د سیمې د پرمختګ په کار کښې ځايي مشران او ځوانان څومره مهم کردار لري.

په شمالي وزیرستان کښې د دته خیل په بویا سیمه کښې ځايي یونټ کمانډر او تقریباً ۱۷ مشرانو یوه مهمه جرګه وکړه. په جرګه کښې د امن او ثبات د پاره د مشرانو په کردار ډیر زور راوړل شو او د وسلو د بې ځایه ښودنې د ختمولو او د خلکو ترمنځ د یووالي د پاره په ښو لارو چارو خبرې وشوې. د جرګې ګډونوالو په دې هم خبرې وکړې چې د ترهګرو د مرسته کوونکو خلاف باید سخت قانوني ګامونه واخستل شي.

​بل خوا د دته خیل په سرلا سیمه کښې ځايي یونټ کمانډر د سیتاره دربالي کلي د ملک او مشرانو سره هم ملاقات وکړو. په دې ملاقات کښې د امن او امان په ټینګولو، امنیتي انتظاماتو ښه کولو او د ترهګرو د ولسي سیمو نه لرې ساتلو په لارو چارو خبرې وشوې. د تعلیم په اهمیت او د هغې د ښه کولو سره سره د سیمې د پرمختګ لپاره په ګډه د کار کولو باندې هم اتفاق وشو.

​د جنوبي وزیرستان په سرویکائی تحصیل کښې ځايي بریګېډ کمانډر د جلال خیل قبیلې د ملکانو او مشرانو سره یوه جرګه وکړه. په دې جرګه کښې د سیمې په اوسني امنیتي حالت، د ځايي خلکو د مشکلاتو په حل کولو او د امن د پاره په ګډه د کار کولو په اړه تفصیلي خبرې وشوې. بریګېډ کمانډر په ګډونوالو زور راوړلو چې بدو خلکو ته هیڅ قسمه اسانتیا ورنکړي او د حکومتي ادارو سره نږدې اړیکه وساتي. قبایلي مشرانو د حکومتي ادارو د کارونو ستاینه وکړه او د پوره مرستې او امن ساتلو باور یې ورکړو.

نور ولولئ