د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ (BLA) مشر رحمان ګل چې د استاد مرید په نوم هم یادېده او د جعفر ایکسپریس د تښتونې عملیات یې رهبري کړي وه. په افغانستان کې په پر اسرار حالات کې مړ شوی دی.
رحمان ګل په پاکستان کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس لرلو او یا یې پلان کړي وو. په خاص ډول هغه بریدونه چې په پاکستان کې یې چینايي خلک او امنیتي ځواکونه په نښه کړي وو.
ویل کېږي چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې په کراچۍ کې د چین د قونسلګرۍ په برید، په ۲۰۱۹ کال کې په ګوادر کې د چینایانو په هوټل برید او په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان د سټاک ایکسچینج په برید کې ښکیل و. ګل د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د کراچۍ پوهنتون په کنفیوشس انسټیټیوټ باندې د برید تر شا هم و. چې پکې درې چینایي کسان وژل شوي وو.
ګل په ۲۰۲۴ کال کې د کویټې په ریلوې سټیشن باندې په برید کې هم ښکیل و چې ۳۱ سرتیري پکې وژل شوي وو او همدارنګه په ۲۰۲۵ کال کې د خضدار په سکول کې د ماشومانو په بس باندې په برید کې هم لاس لرلو.
د جعفر ایکسپریس د برید په وخت کې ګل له یرغمل کوونکو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې و او د دغه برید ماسټر ماینډ هم و.
تر اوسه پورې د دې په اړه هېڅ جزئیات نه دي په ډاګه شوي چې ګل څنګه په افغانستان کې مړ شوی دی.