د خیبر پختونخوا د پبلک ہیلتھ انجینئرینګ صوبايي وزیر پختون یار خان د درې کلنې لور د تښتولو هڅه ناکامه شوه. دا پېښه د وزیر کور ته نږدې وشوه. چرته چې نامعلومو موټرسایکل سپرو کسانو جینی په زوره پورته کړه.
د راپورونو له مخې تښتوونکي غوښتل چې جينئ له ځان سره بوځي. خو د جينئ په چغو او ژړا خلک راغلل. د سیمې د خلکو د شورماشور له امله تښتوونکي وارخطا شول او شاوخوا یو کیلومټره لیرې یې جينئ پرېښوده او په تېښته بریالي شول. په خوشبختۍ سره جينئ بې له څه زیان څخه وموندل شوه.
په دې پېښه کې د سیمې د خلکو پر وخت بیدارۍ او مداخلې یو ستر ناورین وژغوره. پولیسو د پېښې نوټس اخیستی او د نامعلومو تښتوونکو د لټون کار یې پیل کړی دی او په سیمه کې امنیت نور هم کلک شوی دی. خلکو د صوبايي وزیر د لور په خوندي موندلو خوښي څرګنده کړې او د تښتوونکو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه یې کړې ده.