۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۶ کلنه میرمن یې باربي چې نږدې دوه لسیزې یې په دغه هیواد کې ژوند کړی. د فرورۍ په لومړۍ نېټه کور ته د تلو په حال کې وو چې ودرول شول.
دا جوړه د قطر په منځګړیتوب خوشې شوه. یوه قطري چارواکي وویل چې دوی به د روغتیایي معایناتو لپاره قطر ته الوتنه وکړي او بیا به انګلستان ته سفر وکړي. سره له دې چې د افغانستان په بامیان صوبه کې اوږدمهاله کور لري.
طالبانو ویلي چې دغې جوړې د افغانستان قوانین مات کړي وو او د قضایي پروسیجرونو وروسته خوشې شول. خو د دوی د نیولو لامل یې هیڅکله نه دی په ډاګه کړی.
دا پیټر او باربي رینولډز دي، چا چې په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده کړی و. دوی د تېرو اتلسو کلونو راهیسې یو خیریه روزنیز پروګرام پرمخ بولي. کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل نو دې ډلې د دوی پروګرام تایید کړو.
کورنۍ وایي چې دوی له افغانستان سره د ټول عمر مینه لري. د دې مینې یوه بېلګه دا ده چې کله په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو واک ونیو او ډیری لوېدیځوال له افغانستانه ووتل. نو دوی بیا هم پاتې شول.
د دې جوړې د خوشې کېدو لپاره کورنۍ څو میاشتې هڅې وکړې. کورنۍ یې د دوی د بند د سختو حالاتو په اړه معلومات ورکړي وو.
د دوی زوی جوناتن رینولډز، د جولای په میاشت کې بي بي سي ته وویل چې پلار یې سختې حملې لرلی او مور یې د وینې کمښت او خوارځواکۍ له امله بېخي کمزورې شوې وه.
هغه وخت هغه وویل چي زما پلار له قاتلانو او مجرمینو سره تړل شوی و. هغه زیاته کړه چې یو وخت دوی شپږ اونۍ په یوه زېرزمینی کې بې له لمر پاتې شوي وو.
د دوی لور ساره انټویسل مخکې ویلي وو چې پلار یې یو کوچنی سټروک وهلی و. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې که دوی طبي پاملرنه ترلاسه نه کړي. نو کیدای شي د تل لپاره زیان وویني.
پینځه شپږ ورځې وړاندې یوه امریکايي ښځه چې له دوی سره نیول شوې وه او وروسته خوشې شوه. هغې بي بي سي ته وویل چې دوی په زندان کې په لفظي ډول مړه کېدل او وخت له لاسه وځي.
هغه له دوو میاشتو بند وروسته خوشې شوه او وویل چې د دې بوډا مېرمن او خاوند روغتیايي حالت په زندان کې په چټکۍ سره خراب شوی و.
یوه قطري چارواکي بي بي سي ته وویل چې د دوی د خوشې کېدو په اړه د خبرو اترو په وروستي پړاو کې دا جوړه د کابل له مرکزي زندان څخه یوې لویې او ښو شرایطو لرونکې ودانۍ ته لېږدول شوې وه.
دغه چارواکي همدارنګه وویل چې په کابل کې د قطر سفارت دوی ته په زندان کې درمل، ډاکټر ته لاسرسی او له خپلو کورنیو سره د خبرو اترو وسایل برابر کړي وو.
د طالبانو چارواکو ټینګار وکړو چې دوی په زندان کې کافي طبي پاملرنه ترلاسه کړې او بشري حقونو ته یې درناوی شوی دی.
برېتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او کله چې دا ډله بېرته واک ته ورسېده نو په کابل کې یې خپل سفارت وتړلو.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چي له همدې امله په افغانستان کې له برېتانوي وګړو سره مرسته ډېره محدوده ده او هېواد ته له هر ډول سفر څخه ډډه کولو مشوره ورکوي.
د طالبانو یوه چارواکي وویل چې پیټر او باربي رینولډز د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ته سپارل شوي. چې له دې جوړې سره قطر ته په الوتکه کې لیدل شوی و.
د برېتانیا د منځني ختیځ وزیر حمیش فالکنر وویل چي هغه خوښ دی چې دا جوړه اوس خوشې شوې ده او زیاته یې کړه چې زه سترګې په لاره یم چې ډېر ژر له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
هغه وویل چې برېتانیا د دوی د خوشې کېدو لپاره سخت کار کړی په داسې حال کې چې قطر په دې کیس کې اړینه ونډه لوبولې چې زه یې ډېر منندوی یم.