به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې واشنګټن غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته واخلي. هغه په لندن کې د برېتانیا له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د بګرام ځای ډېر مهم دی او د چین د ایټمي وسلو له جوړېدو ځایونو څخه یوازې یو ساعت لرې دی. ټرمپ وویل چې له افغانستان نه د امریکا وتل د جو بایډن په وخت کې وشول. یو مکمل خراب حالت وو. و هغه زیاته کړه چې د هغه پلان په قوت او عزت سره د وتلو و.

​ټرمپ تر دې مخکې هم څو ځلې د بګرام پر اهمیت خبرې کړې وې. هغه ویلي وو چې د دې اډې پرېښودل یوه لویه تېروتنه وه. ځکه دا نه یوازې د افغانستان بلکې د چین د ایټمي وړتیاوو د څارنې او مقابلې لپاره هم یوه ډېره مهمه نقطه ده. د هغه په وینا امریکا باید بګرام نه وای پرېښی او د خپلو مهمو ګټو لپاره یې باید ساتلی وای.

​له بلې خوا د طالبانو چارواکو د ټرمپ خبرې رد کړې. د دې ډلې ویاندویانو ویلي چې بګرام اډه په مکمله توګه د افغانستان په کنټرول کې ده او یوه هېواد ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي شتون ولري.

طالبانو ټینګار کړی چې له امریکا سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا شونې ده. خو هر ډول بهرنی پوځي شتون د افغانستان له ملي حاکمیت سره په ټکر کې دی.

نور ولولئ