په خېبر پښتونخوا کښې د کوهاټ ضلعې په بازي خېلو دره ادم خېلو کښې یوه ډېره غمجنه پېښه رامنځته شوه. په کوهاټ کي د سکرو په یوه کان کښې د یو کس د ژغورلو په مهال د ریسکیو ۱۱۲۲ دوه زړور کارکوونکي شهیدان شول.
د معلوماتو ترمخه ریسکیو ۱۱۲۲ ته خبر ورکړی شو چې په کوهاټ کښې د بازي خېلو په دره ادم خېلو کښې یو سړی د سکرو په کان کښې ګېر پاتې دی.
کله چې ریسکیو ۱۱۲۲ ته دا خبر ورسېدو نو روح الامین او صلاح الدین سمدستي پېښې ته ورسېدل. د یوه انسان د ژغورلو لپاره دواړه کارکوونکي کان ته ننوتل. دوی د ځان سوچ و نه کړو او کان ته ور ننوتل.
خو د ژغورنې د عملیاتو په مهال دوی دواړه هم په کان کښې ګېر پاتې شول او بالاخره یې د خپل وطن او خلکو لپاره خپل ژوند قربان کړو. دوی په دې کار کښې ډېره زړورتیا او قرباني وښودله.