به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د پولیسو په وینا د خیبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې کرک کې نامعلومو کسانو د ګیس پایپ لاین د بارودي موادو په وسیله والوزوه. د پولیسو په وینا تېره شپه د انډس هایی وې په نیو اډه سیمه کې د پایپ لاین څنګ ته بارودي مواد ایښودل شوي وو چې د سختې چاودنې له امله وچاودېده.

د زورورې چاودنې غږ د سیمې خلکو واورېدو او په شاوخوا کلي کې یې یره خپره کړه. د پایپ لاین د الوزېدو له امله د نژدې سیمو خلکو ته د ګیس سپلایي بنده شوې ده.

یاده دې وي چې په تېرو درې میاشتو کې په ګاونډي ضلع لکي مروت کې څلور ځله د ګیس تاسیسات د بارودي چاودنو هدف ګرځول شوي دي.

کرک او لکي مروت دواړه د تېلو او ګیس زیاته زېرمې لري. له همدې ځایه د پایپ لاینونو له لارې د پنجاب کارخانو ته ګیس رسول کېږي.

په ټانک کې پر روغتیایی مرکزونو د بریدونو لړۍ روانه ده. د سیمه ایزو سرچینو په وینا دوه ورځې وړاندې وسله والو کسانو د ټانک د لکي مچن خیل د کلي بي ايچ يو روغتیایی مرکز په درنو مشينونو ویجاړ کړی و. همدارنګه یې د شیخ سلطان د کلي د روغتیا په بل مرکز کې حکومتي ریکارډونه او نور توکي سوځولي وو. د دې پیښو له امله په سویل خیبرپښتونخوا کې د روغتیایی اسانتیاوو وړاندې کول له جدی خطر سره مخ دي.

نور ولولئ