د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي ار) د زیارت (پنجشنبې) په ورځ په یوه بیان کې ویلي چي امنیتي ځواکونو د بلوچستان په خضدار ضلعي کې یو بریالی استخباراتي عملیات کړي چې په پایله کې یې څلور ترهګر وژل شوي دي.
آی اېس پي ار وویل چې دا عملیات د ۲۰۲۵ کال د ستمبر په ۱۷ مه نېټه په سیمه کې د هندي ملاتړ لرونکي فتنہ الہندستان پورې اړوند ترهګرو د شتون په اړه د پټو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شوي دي.
د عملیاتو په وخت کي امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځای محاصره کړو او ورسره یې سخته نښته وشوه. د آی اېس پي ار په وینا دغو ځواکونو په ښه توګه ترهګرو ته ماتې ورکړه او د هند له خوا ملاتړ شوي څلور ترهګر یې له منځه یوړل. بیان زیاته کړه چې وژل شوي ترهګر په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو کړنو کې ښکیل وو. له وژل شویو ترهګرو څخه وسلې، چاودیدونکي توکي او زیات شمېر مهمات هم تر لاسه شوي دي.
آی اېس پي ار وايي چې د سیمې په مکمله توګه پاکولو او د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د تصفیې عملیات لا هم روان دي. امنیتي ځواکونو یو ځل بیا فیصله کړې چې له هېواده د هند په ملاتړ د ترهګرۍ ګواښ به له بیخه وباسي او د ولس دا نه کمېدونکی عزم یې تایید کړ چې د ترهګرۍ عاملین به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.