به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

لیکوال: ریاض حسین

په پاکستان کې د ملاکنډ، باجوړ، ژوب، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې روانو ترهګرۍ ضد عملیاتو یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او افغان طالبانو د عناصرو ترمنځ عملیاتي اړیکې په ډاګه کړې دي. امنیتي چارواکو تایید کړې چې د افغانستان خاوره پاکستان کې د پولې پورې غاړې د بریدونو لپاره د وسله والو په ګمارلو، روزنې او پلان جوړولو کې خوندي پټنځایونه جوړوي.

​جرنلسټ تیمور خان خبرکدا ته وویل چې د افغان خاورې کارول د وسله والو لخوا د دوحې تړون (۲۰۲۰) ښکاره سرغړونه ده. هغه زیاته کړه چې د طالبانو مشرتابه په غیر مستقیم ډول دا مسله منلې ده. د افغان طالبانو امیر په دې وروستیو کې یوه فتوا صادره کړې چې له حکومت څخه پرته په بل هېواد کې د جهاد څخه منع کوي. تیمور خان زیاته کړه چې د چین، پاکستان او افغانستان په وروستیو خبرو اترو کې بیجینګ له کابل څخه وغوښتل چې د پاکستان اندېښنې له منځه یوسي. هغه خبرداری ورکړ چې اګست ۲۰۲۵ تر ټولو وژونکې میاشت وه، چې ۵۵۶ بریدونه پکې د ټي ټي پي په مشرۍ ثبت شوي او د حافظ ګل بهادر ډلې په څېر ډلې سیمه ییز ثبات ته جدي ګواښونه پېښوي.

​پاکستان په وار وار کابل باندې تور لګولی چې د پولې پورې غاړې د وسله والو پټنځایونه له پامه غورځوي. چې له امله یې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سرحدي سیمو کې ترهګري زیاته شوې ده. خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې دوی د دوحې له تړون او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته له خپلې ژمنې سره ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي. کابل په دې باور دی چې د پاکستان ننګونې په لویه کچه کورني دي او د تورونو پر ځای په همکارۍ ټینګار کوي.
​د امنیتي سرچینو په وینا د ۲۰۲۵ کال د اپریل عملیاتو ښودلې چې ۵۰۰-۶۰۰ پخواني طالب جنګیالي، چې یو وخت یې د نړیوالو امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېدل، اوس د افغان جنګیالیو لخوا د ټي ټي پي ډلو سره د بیا یوځای کېدو هڅول کیږي. په تېرو پنځو میاشتو کې د افغانستان شاوخوا ۱۵۰ ترهګر وژل شوي دي.

​شمالي وزیرستان

​په شمالي وزیرستان کې د اپریل له ۲۵ تر ۲۸ پورې ۷۱ افغان ترهګر ووژل شول. چې له دې جملې څخه ۵۴ یې په یوه نښته کې ووژل شول.

​باجوړ عملیات سربکف (د جولای ۲۹-۳۱)

​په باجوړ کې ۷ د ټي ټي پي ترهګر ووژل شول او ۳ سرتېري شهیدان شول. په دې عملیاتو کې ۱۱ وسله وال ټپیان شوي چې ۴ یې افغانان دي.

​مالاکنډ د جولای ۱۶-۲۰

​په مالاکنډ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۹ ترهګر ووژل شول او یو شمېر افغانان ونیول شول. په دې عملیاتو کې ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي.

​ژوب، بلوچستان (د اګست ۷-۱۰)

​د بلوچستان د ژوب په سرحدي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۰ افغان وسله وال ووژل شول. د دې ترهګرو ۹۰٪ یې افغان وګړي تایید شوي. د وژل شویو افغانانو مړي پکتیکا ته انتقال شول.

​اپر دیر (د اګست ۲۶)

​په اپر دیر کې ۹ د ټي ټي پي ترهګر وژل شوي دي. په دې پېښه کې ۱۰ پولیس افسران ټپیان شوي او ۲ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

بنو (۲ ستمبر)

​په خیبر پښتونخوا د بنو په ضلع کې د ترهګرو سره په نښته کې شپږ امنیتي عسکر شهیدان او پنځه ترهګر ووژل شول. چې په هغوئ کې د پکتیکا یو افغان ځانمرګی برید کوونکی هم شامل وو.

​شمالي جنوبي وزیرستان (۷ ستمبر)

​د جنوبي وزیرستان په سروکئی سیمه کې اوه ترهګر ووژل شول. چې په هغوئ کې افغان ډرون ماهیر نور محمد هم شامل وو.

​لوئي ماموند، باجوړ (۷ ستمبر)

​د لوئي ماموند په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه ترهګر ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول. په هغوئ کې د لوګر یو افغان وګړی احمد هم شامل دی.

​صحافي شهاب الله چې د افغانستان په اړه د راپورونو په برخه کې مهارت لري. هغوي خبرکدا ته وویل چې ټي ټي پي په یوازې ځان د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره مقابله نه شي کولی او اکثره په قبایلي سیمو کې د ځايي خلکو څخه مرسته اخلي. هغه څرګنده کړه چې په دې وروستیو کې د لوئر دیر او باجوړ په سیمو کې د افغان جنګیالیو مړي تبادله شوي. چې دا د هغوئ مستقیمه ښکیلتیا ثابتوي. هغه دا خبرداری هم ورکړه چې په بلوچستان کې د کالعدم بلوچستان لبریشن آرمي (بي ایل اے)، ټي ټي پي او افغان جنګیالیو یو اتحاد رامنځته کیږي. چې په ګډه د امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

​سفارتي فشار

​د ۲۰ اګست ۲۰۲۵ په ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر یو مفصل راپور وړاندې کړو چې په افغانستان کې شته پټنځایونه یې یو نړیوال ګواښ وګڼل. اسلام آباد خبرداری ورکړه چې په عملیاتو کې د افغانانو د ښکیلتیا تصدیق د ټي ټي پي-افغان طالبانو د مخ په زیاتیدونکي اتحاد نښه کوي. چې په نړیواله کچه د خطر زنګ دی. د چین او افغانستان سره د وروستیو درې اړخیزو خبرو اترو سره سره د پولې هاخوا ترهګري زیاتیږي. چې د سیمې سولې، یووالي او اقتصادي پرمختګ لپاره ګواښ دی.

​شالید

​د دوحې تړون (۲۹ فروري ۲۰۲۰) لاندې افغان طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان به ترهګرو ډلو ته پناه یا ملاتړ ورنکړي. د ۱۵م اګست ۲۰۲۱ په ورځ پر کابل د نیولو وروسته د طالبانو مشرانو له امریکا او سیمه ایزو ګاونډیانو سره دا ژمنه تکرار کړه. خو په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کې د پاکستان عملیاتو په دې ډاډونو باندې سخت شکونه پیدا کړي. چې د پولې هاخوا په ترهګرۍ کې د افغان جنګیالیو د ښکیلتیا زیات شواهد یې مخې ته راوړي دي. کابل د دې تورونو ردولو ته دوام ورکوي او خپل رسمي بې طرفي موقف ساتي.

نور ولولئ