د باجوړ ضلعې په یوه سیمه کې د ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو په اساس امنیتي ځواکونو عملیات وکړل. په عملیاتو کې زمونږ سرتېرو په اغیزمنه توګه د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړل او د سختې ډزې تبادلې وروسته د هندوستان په ملاتړ ۲۲ ترهګر له منځه یوړل شول.
په جنوبي وزیرستان ضلعې کې په یوه بله نښته کې ۱۳ نور ترهګر هم د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول. خو په دی سختې نښتې کې د وطن ۱۲ زړورو زامنو په میړانه جګړه وکړه او د شهیدانو په توګه یې خپل ژوند قربان کړو.
د هندي ایجنټانو له وژل شویو ترهګرو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي. چې په دې سیمو کې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې فعال وو.
استخباراتي راپورونو په غیرمستقیم ډول په دې ناوړه کړنو کې د افغان وګړو فزیکي لاس لرل تایید کړي دي. د دی نه علاوه د فتنہ الخوارج ډلې له لوري د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې کارول لاهم د اندیښنې وړ دي. پاکستان له افغان سرپرست حکومت څخه تمه لري چې خپل مسؤلیتونه ادا کړي او د پاکستان خلاف د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې استعمالول ودروي.
د سیمې د پاکولو عملیات لا هم روان دي ترڅو د هندي ایجنټانو نور ترهګر له منځه یوسي. د پاکستان امنیتي ځواکونه هوډ لري چې د هندي ایجنټانو د ترهګرۍ دغه ناوړه بلا له هیواده ورکه کړي او زمونږ د زړورو سرتېرو دا ډول قربانۍ زمونږ هوډ لا پسې پیاوړی کوي.