به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دوه ورځې وروسته له هغه قطر ته روان شول چې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې په دوحه کې شپږ کسان ووژل شول. چې دا کار یې د یووالي او سیمه ییز اتحاد نښه وبلله.

​د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د اسراییلو برید بزدلانه بللی او ویلي یې دي چې دا په قطري دارالخلافه کې پر استوګنیزو سیمو شوی دی.

​وزارت په خپل بیان کې زیاته کړه چي دا سفر د قطر د امنیت او خپلواکۍ لپاره د پاکستان نه شلیدونکی ملاتړ او په منځني ختیځ کې سولې او ثبات ته ژمنتیا ښیي.

​په بیان کې دا هم ویل شوي چې وزیراعظم به په دوحه کې له شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وویني ترڅو د قطر مشرتابه او خلکو ته د پاکستان ژوره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړي.

​اسرائیلو د حماس د مشرتابه غونډه په نښه کړې وه چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا وړاندې شوي د غزې د اوربند پر پلان یې غور کاوه. قطر دا بریدونه د خپل حاکمیت سرغړونه بللې ده.

نور ولولئ