به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په درې مختلفو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۹ ترهګر وژلي دي. دا ترهګر د فتنې الخوارج په نوم یاد شوي دی. چې د تحریک طالبان پاکستان لپاره استعمالیږي. دا خبر د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ورکړی دی.

​د ISPR د معلوماتو له مخې دا عملیات په مومندو، شمالي وزیرستان او بنو کې شوي دي.

د مومند په ګلونو سیمه کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس یو عملیات وکړل. په دې عملیاتو کې زمونږ عسکرو د خوارجو ځای په نښه کړ او له سختې جګړې وروسته یې ۱۴ هندیانو ته د دوزخ ته ورسول.

​په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس دته خېل سیمه کې یو بل عملیات هم وشو. په دې عملیاتو کې څلور نور خوارج د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

​ بله پېښه کې په بنو کې وشوه. یو بل خوارج هم د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

​ISPR دا هم ویلي چې د وژل شویو ترهګرو څخه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

نور ولولئ