ڈی آئی جی بنوں ریجن سجاد خان د نهې (منگل) په ورځ په خپل دفتر کې د ککي تحصیل له مشرانو سره یوه مهمه جرګه وکړه. د دې جرګې موخه په سیمه کې د امنیتي وضعیت جاج اخیستل، د خلکو ستونزې اورېدل او د پولیسو او ولس ترمنځ د اړیکو نور پیاوړي کول وو. په دې جرګه کې نور پولیس افسران هم موجود وو.
د بنو ککي تحصیل مشرانو په خپلو سیمو کې د شته ننګونو، جرمونو، ټولنیزو بدو کړنو او امنیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې. ډي آي جي سجاد خان د هغوی خبرې په غور سره واوریدې او باور یې ورکړو چې پولیس به خلکو ته د خوندي او ارامه فضا برابرولو لپاره هر ممکنه ګام پورته کړي.
جرګې ته په وینا کې ډي آي جي سجاد خان وویل چې دایمي امن بنسټ د پولیسو او ولس پر متقابل اعتماد او همکارۍ ولاړ دی. هغه د ککي تحصیل مشرانو مثبت رول وستایه او ویې ویل چې د امن په ټینګښت کې د دوی همکاري ډېره مهمه ده.
په دې موقع د ککي تحصیل مشرانو هم له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د سولې د ودې لپاره یې د خپل مکمل رول لوبولو ژمنه وکړه.