نن ورځ د ۲۰۲۵م کال د ستمبر ۶مه ده او پاکستان د ۱۹۶۵ کال د جګړې په یاد د ۶۰می دفاعي ورځې مراسم نمانځي.
په دې مراسمو کې د هېواد تر ټولو لوړ پوړو پوځي او ملکي مشرانو د جنګي اتلانو او شهیدانو ته درناوی وړاندې کړه.
د دغه مراسمو پیل په اسلام اباد کې په ۳۱ ډزو او په صوبايي مرکزونو کې په ۲۱ ډزو سلامۍ سره وشو. د هېواد د پرمختګ او د مقبوضه کشمیر د آزادۍ لپاره خاص دعاوې هم وشوې.
د پاکستان آی ایس پي آر په خپل بیان کې د ۱۹۶۵م کال د پاک او هند په جګړه کې د پاکستاني سرتېرو مېړانې او قربانیو ته درناوی وکړه. په بیان کې په یو داسې دښمن چې د شمېر او تخنیک له مخې برلاسی و. د هغوی په عزم ټینګار وشو. همدارنګه په بیان کې د ترهګرۍ په ګډون له ټولو ګواښونو څخه د هېواد د دفاع لپاره د وسله والو ځواکونو د پرله پسې عزم ستاینه وشوه او د سېلاب ځپلو سره یې د مرستې ژمنه وکړه. د سېلاب له امله د دغه ورځې مراسم په پورا عاجزۍ سره ولمانځل شول.
وزیراعظم شهباز شریف او صدر آصف علي زرداري په خپلو جلا پیغامونو کې د پاکستان پر خپلواکۍ او دفاع ټینګار وکړ. هغوی د 1965م کال جګړه یاده کړه او د دښمن د یرغل په ناکامولو کې یې د وسله والو ځواکونو د رول ستاینه وکړه.
وزیراعظم شهباز شریف د وروستي اپریشن بنیان مرصوص هم وستایه او د مقبوضه کشمیر او فلسطین له خلکو سره یې خپل یووالی څرګند کړو. صدر زرداري د دغه وروستي عمليات په رڼا کې د سږ کال د دفاعي ورځې په اهمیت رڼا واچوله. دواړو مشرانو د ۱۹۶۵ کال جګړې د دایمي میراث او د راتلونکو نسلونو لپاره د هغې پر دوامداره الهام ټینګار وکړو.