به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د سېلابونو د لوړې کچې خبرداری جاري شوی دي. د پنجاب پي ډي اېم اې د سېلابونو په اړه وروسته له هغې خبرداری ورکړی.  چې په لویو سیندونو کې د اوبو کچه ډېره زیاته شوې ده.

​د چناب په سیند کې د اوبو کچه ډېره لوړه شوې ده. د ماراله هډورکس په ځای کې د اوبو بهېدنه ۱۱۷,۰۰۰ کیوسک ده. په داسې حال کې چې په خانکي هډورکس کې ۲۴۸,۰۰۰ کیوسک ده. په دې سیند کې د اوبو بهېدنه په قادرآباد هډورکس کې ۳۸۵,۰۰۰ کیوسک او په چنیوټ پل باندې ۵۵۴,۰۰۰ کیوسک ته رسېدلې ده. دا وضعیت لا هم خرابوي. په ټریمو هډورکس کې هم د اوبو بهېدنه ۲۳۹,۰۰۰ کیوسک ښودل شوې ده

​د راوي په سیند کې هم د اوبو کچه لوړه شوې ده. د جسر په ځای کې ۸۰,۰۰۰ کیوسک، په راوي سیفون کې ۱۱۰,۰۰۰ کیوسک او په شاه دره کې ۱۰۸,۰۰۰ کیوسک اوبه اندازه شوې دي. د بالوکي هډورکس څخه د ۱۳۸,۰۰۰ کیوسک اوبو بهېدنه رپوټ شوې ده.

​د ستلج سیند هم تر خطر لاندې دی. په ګنډا سنګ واله کې د اوبو بهېدنه ۳۱۹,۰۰۰ کیوسک، په اسلام هډورکس کې ۱۰۲,۰۰۰ کیوسک او په پنجند هډورکس کې ۲۲۴,۰۰۰ کیوسک ته رسېدلې ده.

​پي ډي اېم اې په دې حالت نظر ساتي او له خلکو غواړي چې هوښیار پاتې شي او د حکومت له لوري ورکړل شویو لارښوونو ته غوږ ونیسي.

نور ولولئ