به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

​په خیبر پښتونخوا کې وروستیو سېلابونو زیاته تباهي کړې ده. چې له امله یې په لکونو خلک زیانمن او زرګونه بې کوره شوي دي. د ملګرو ملتونو د یو تازه راپور له مخې په لسو ضلعو کې ۱.۵۷ میلینه خلک اغېزمن شوي دي. چې ۶۰۴،۰۰۰ یې بېړنۍ مرستې ته ضرورت لري. راپور وايي چې په سوات، بونېر او شانګله کې تر ټولو ډېر خلک اغېزمن شوي دي.

ځاني او مالي زیانونه

​د OCHA (او سی ایچ اے) له مخې د ناڅاپي سېلابونو، ځمکې ښویېدو او د کورونو نړېدو په پېښو کې ۴۰۵ کسان وژل شوي او ۱۵۶ ټپیان شوي  دي. چې له امله یې د روغتیا سیمه ییز سېسټم سخت زیانمن شوی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې سېلاب ۳،۴۸۷ کورونو ته زیان رسولی. چې له دې جملې څخه ۵۸۴ په مکمله توګه ویجاړ شوي او ۲،۹۰۳ ته یې قسمي زیان رسېدلی دی. په سوات او بونېر کې تر ټولو ډېرو کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د روغتیا او تعلیم بحران

​د OCHAاو سی ایچ اے له مخې د سېلاب له امله ۴۰ روغتیايي مرکزونو ته زیان رسېدلی  دي.  چې ۲۵ په بونېر، ۷ په شانګله او ۳ په سوابۍ کې دي. روغتیايي مرکزونو ته د زیان رسېدو او د سړکونو بندېدو له امله خلکو ته بېړنیو طبي مرستو ته لاسرسی محدود شوی دی. د ناپاکو اوبو څښلو او د پاکوالي د نشتوالي له امله د اوبو له لارې د ناروغیو د خپرېدو سخت خطر شته.

​د OCHA د راپور له مخې د تعلیم برخه هم سخته زیانمنه شوې ده. سېلاب ۴۳۷ سکولونه ته زیان رسولی دي.  چې ۲۴ یې سخت اغېزمن شوي دي. په سوات کې تر ټولو ډېر سکول ویجاړ شوي دي. دا سکول اوس د بې کوره کورنیو لپاره د لنډمهاله سرپناه په توګه استعمالېږي.  چې له امله یې د زرګونو ماشومانو تعلیم اغېزمن شوی دی.

کرنې او مالدارۍ ته زیان

​او سی ایچ اے په خپل راپور کې ویلي دي چې نږدې ۸۰ فیصده ټولنو د فصلونو د زیان راپور ورکړی دی. ۳،۲۳۳ ایکړه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده. چې تر ټولو ډېر زیان یې په بونېر او سوات کې شوی دی. سېلاب ۶،۲۰۶ څاروي هم وژلي دي چې ډېری په بونېر، سوات، شانګله او بټګرام کې وو. له دې امله د کلیوالو سیمو د خلکو روزګار نور هم کمزوری شوی دی.

مرستندویه کارونه او اړتیاوې

​د OCHA (او سی ایچ اے) له مخې له سېلاب څخه بې کوره شوو خلکو لویه برخه د کوربه کورنیو سره پناه اخیستې. چې له امله یې د دوی په محدودو سرچینو فشار ډېر شوی دی. د راپور له مخې د مرستندویه کارونو پوښښ ډېر کم دی. د خوراکي توکو مرسته یوازې ۴۲ فیصده کورنیو ته، روغتیايي خدمتونه ۳۹ فیصده، سرپناه ۲۰ فیصده، تغذیه ۱۵ فیصده او تعلیم یوازې ۲ سلنه ماشومانو ته رسېدلی دی.

​سوات، بونېر او شانګله د خلکو د ډېر اغېز، د بنیادونو او فصلونو د سخت زیان او د مرستې د کم پوښښ له امله لومړیتوب لرونکې ضلع بلل شوې ده. د سیمه ییزو خلکو تر ټولو مهم ضرورت خوراک، نقدي مرستې او سرپناه ده.

نور ولولئ