نامعلوم وسله والو کسانو د خیبر پختونخوا په لکي مروت ضلع کښې دوه پولیس افسران په ډزو وژلي دي.
دا پېښه د میله شهاب خېل سیمې سره نږدې د سټي تاڼې په حدودو کښې هغه وخت رامنځته شوه. کله چې پولیس افسران اسد خان او سمیع الله پر خپلو موټرسایکلونو د ډیوټۍ لپاره روان وو.
د ځایي سرچینو په وینا د نامعلومو ترهګرو لخوا پر دوی برید وشو چې له امله یې دواړه پر ځای مړه شول.
د سرچینو په وینا بریدګر د برید وروسته په تیښته بریالي شوي دي. د دواړو پولیس افسرانو جسدونه د پوسټ مارټم لپاره د لکي مروت ښار دولتي روغتون ته وړل شوي دي.
د امنیتي ځواکونو لخوا سیمه محاصره شوې او پلټنې پیل شوې دي. تر اوسه د دې برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.