د خیبر پښتونخوا PDMA د راوي، ستلج او چناب سیندونو لپاره د لوړې کچې سیلاب خبرداری ورکړی دی. پي ډي ایم اي وايي چې تر ۵ ستمبر پورې د سختو سیلابونو امکان شته.
د سرچینو په وینا د ګندا سنګ په سیمه کښې لا دمخه د لوړې کچې سیلابونه شته. د دې سیندونو په پورتنیو برخو کښې تر ستمبر ۳ پورې د نورو بارانونو وړاندوینه شوې. چې په لاهور، ګوجرانواله او ګجرات کښې د ښاري سیلابونو خطر زیاتوي.
د چناب سیند لا هم سخت ویجاړتیاوې کوي. سیلابونو سلګونه سیمې تر اوبو لاندې کړي او اوس جهنګ ته رسیدلي دي. ۲۰۰ کلي یې ویجاړ کړي دي. په مظفرګړه کښې د اوبو کچه په دوامداره توګه مخ په زیاتیدو ده.
د چنیوټ په بهوانا تحصیل کښې لسګونه کلي تر اوبو لاندې دي. په شیخوپوره کښې فصلونه ډوب شوي او ۸۰۰۰۰۰ کیوسک اوبه د تریمو هیډورکس له لارې تیریږي. چې ۴۰۰ کلیو ته یې خطر پیدا کړی.
د هند لخوا د اوبو د زیاتیدو له امله د پنجاب په نهو ضلعو کښې وضعیت نازک دی. په ستلج سیند کښې د اوبو د زیاتیدو له امله قصور، اوکاړه، بهاولنګر او پاکپتن ته ګواښونه پیښ شوي. PDMA خبرداری ورکړی چې وضعیت په وهاړي، لودهران، بهاولپور او ملتان کښې لا خرابیدلی شي.
د نانکوټ څخه د اوبو له خوشې کیدو وروسته سیلابونه د جسر او شورکوټ په لور روان دي. د راوي سیند په ماري پټن کښې د اوبو کچه نوره هم لوړه شوې. د هیډ بالوکي او سدهني ته نږدې هم د سختو سیلابونو راپور ورکړل شوی دی.
په ساهیوال کښې په اورنګ آباد کښې د یوه بند د نړیدو له امله لسګونه کلي تر اوبو لاندې شوي دي. PDMA له اغیزمنو سیمو کښې له اوسیدونکو غوښتنه کوي چې ضروري احتیاطي تدابیر ونیسي او د رسمي لارښوونو پیروي وکړي.