د بلوچستان حکومت د صوبې په ټولو برخو کښې د امن او امان د ساتلو لپاره دفعې ۱۴۴ نافذ کړې ده. دا بندیزونه به د نورو ۱۵ ورځو لپاره جاري وساتل شي.
د حکومتي اعلان له مخې د دفعې ۱۴۴ لاندې ځینې سخت ګامونه پورته شوي دي. په دې کښې د وسلو ښودل، په یوه موټرسایکل دوه کسان سپرېدل او د پنځو یا له دې زیاتو کسانو جمع کېدل په مکمله توګه منع دي. همدارنګه د هر ډول جلسو، جلوسونو او احتجاجي مظاهرو پر مخ هم بندیز لګول شوی دی.
په خاصه توګه د خلکو لخوا د مخ پټولو او ماسک اغوستلو پر مخ هم پابندي لګول شوې ده. د دې مقصد د خلکو پېژندنه اسانه کول او مشکوکو فعالیتونو مخنیوی کول دي. د صوبې په ټولو برخو کښې د تورو شیشو والو موټرونو پر استعمال هم بندیز لګول شوی دی.
حکومت په خپل اعلان کښې روښانه کړې ده چې د دفعې ۱۴۴ څخه سرغړوونکي به په سختو قانوني کاروایانو سره مخ شي. چارواکي وایي چې دا ګامونه د صوبې د امن او امان د فضا یقیني کولو لپاره پورته شوي دي.



