به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

​ په شمالي وزیرستان، میران شاه کښی د اووم ډیویژن مشر میجر جنرل عادل افتخار په مشرۍ کښې یوه مهمه جرګه جوړه شوې چې پکې د سیمې مشرانو، سپین ږیرو او د ضلعې حکومتي کسانو ګډون کړی و. په دې جرګه کښې د سیمې د اوسني امنیتي وضعیت، روانو پرمختیايي منصوبو او د خلکو د ستونزو په اړه پراخې خبرې وشوې.

​د جرګې په شروع کښې میجر جنرل عادل افتخار د ټولو برخه اخیستونکو هرکلی وکړو او د سیمې په امن او ثبات کښې یې د مشرانو د هڅو او همکارۍ ستاینه وکړه.

​برخه اخیستونکو ټینګار وکړو چې په راتلونکې میاشت کښې به د دفاع ورځ (۶ سپتمبر) هم په پوره جوش او ولولې سره ولمانځله شي. دوی وویل چې د آزادۍ ورځې او معرکه حق ورځې مراسم په بریالیتوب سره لمانځل شوي دي.

​د جرګې په مهال د امنیتي وضعیت په اړه هم معلومات شریک شول. مشرانو ژمنه وکړه چې د ترهګرو د بشپړ ختمولو پورې به د امنیتي ځواکونو سره خپله مرسته جاري وساتي. همدارنګه په جرګه کښې د پرمختیايي کارونو او حکومتي ستونزو په اړه هم وړاندیزونه وشول. په دې ټولو خبرو کښې دا هم په ګوته شوه چې د تعلیم، اجتماعي پوهې او د ځوانانو د مثبت رول لپاره کار کول اوس ډېر ضروري دي.

​د جرګې په پای کښې ټولو مشرانو ژمنه وکړه چې د یو آرام او خوشحاله وزیرستان جوړولو لپاره به د حکومت او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او پوره همکاري به کوي.

نور ولولئ