د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلع کښې د کلاچي تحصیل په لوني سړک د امنیتي ځواکونو پر ګاډي برید وشو. چې له امله یې دوه سرتیري شهیدان او درې نور ژوبل شول. دولتي سرچینو ویلي چې برید په چاودنې او ډزو شوی دی.
د برید وروسته د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سخته ډزې تبادله شوې. ځايي سرچینې وايي چی په ځوابي کارروایي کښې یو ډېر مهم ترهګر وژل شوی او ګڼ شمېر ملګري یې ټپیان شوي دي. د برید وروسته ټولې سیمې کلابند شوې او د لټون اپریشن شروع شوي دي.
ژوبل شوي سرتیري سمدستي روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي او د شهیدانو جسدونه روغتون ته انتقال کړای شوي دي.