به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

فیلډ مارشل او د پوځ لوی درستیز جنرل سید عاصم منیر چې د نشان امتیاز (نظامي) ویاړ یې هم ترلاسه کړی دی. هغه د جمعې په ورځ د پنجاب سیلاب ځپلو سیمو سیالکوټ، شکرګړ، نارووال او کرتارپور ته لاړو. د دې سفر مقصد د سیلاب حالت او د ژغورنې او مرستې روانو اپریشن څېړل و.

​  آیی ایس پي آر ویلي چې لوی درستیز ته د اوسني حالت او د بارانونو راتلونکي څپې لپاره د تیاریو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.

هغه په سیلاب ځپلو سیمو کښې د خلکو ژغورلو او مرستو رسولو لپاره د پوځیانو او ملکي ادارې ګډې او نه ستړي کېدونکې هڅې وستایلې.

​آی ایس پي آر زیاته کړې چې لوی درستیز د سیمې له سیلاب ځپلې سکانو ټولنې سره هم خبرې وکړې.

 هغه دې ټولنې ته ډاډ ورکړو چې د دربار صاحب کرتارپور په ګډون به ټول مذهبي ځایونه په لومړیتوب کښې په مکمله توګه بېرته خپل اصلي حالت ته راوستل شي.

​د بیان له مخې فیلډ مارشل ټینګار وکړو چې د اقلیتونو او د هغوی د مذهبي ځایونو ساتنه د دولت او د هغه د ادارو مسوولیت دی او د پاکستان دولت به د خپلو اقلیتونو په اړه د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کښې هېڅ کمښت ونه کړي.

​سکانو ټولنې د لوی درستیز تود هرکلی وکړ او د داسې سخت حالت کښې د ملکي او پوځي ادارې د خدماتو له امله یې د هغه مننه وکړه.

 په دې موقع لوی درستیز د دربار صاحب کرتارپور هوايي سفر هم وکړ او د ملکي ادارې له استازو سره یې په خبرو کښې د هغوی چټک غبرګون وستایه. چې د مالي او ځاني زیانونو په کمولو کښې یې مرسته وکړه.

​آی ایس پي آر په وینا لوی درستیز له پوځیانو سره په خبرو کښې د دوی د لوړې روحیې، عملیاتي چمتووالي او د ملت لپاره د خدمت ژمنې ستاینه وکړه. فیلډ مارشل په سختو شرایطو کښې د خلکو لپاره د دوی د ژغورنې او مرستې اپریشن د خدماتو ستاینه وکړه.

نور ولولئ