به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

​د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په تیراه دره کښې د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ په یوه قلعه کښې یوه زوروره چاودنه شوې. چې له امله یې د ایف ایف ۲۶ یونټ درې سرتېري ټپیان شوي دي. امنیتي سرچینو ویلي چې دا چاودنه د پاکستان د پوځ په قلعه کښې شوې ده.

​سرچینو زیاته کړه چې ټپي شوي سرتېري نږدې پوځي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي. د ټپیانو د روغتیا حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

​امنیتي چارواکو ویلي دي چې د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي. ترڅو اصلي لامل یې معلوم شي.

د پېښې وروسته په سیمه کښې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل شوي دي.

​له بلې خوا ځايي سرچینو ویلي چې دا برید یو ځانمرګي بریدګر کړی چې په موټر کښې سپور و.

نور ولولئ