به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

کله چې وسله والو د جمعې په سهار وختي د چلاس سره نږدې د قراقرم په لویې لارې پر یوه امنیتي چیک پوسټ يی برید وکړو. نو د ګلګت بلتستان دوہ سکاوټس سرتېري په حق ورسېدل او یو بل ټپي شو.

​پولیسو وویل چي بریدګرو شاوخوا ۱۲:۱۵ بجې له غره د پاسه ډزې شروع کړې او له تېښتې مخکې یې لاسي بمونه او د مرمیو خولۍ پر ځای پرېښودې. وژل شوي سرتېري نایب صوبیدار خوش داد او حولدار اشرف نومول شوي. او لانس نایب ساجد علي د نس په برخه کښې ټپي شوی دی.

​چارواکي په ۲۰ دقیقو کښې سیمې ته ورسېدل او ټپیان د چلاس سیمه ییز روغتون ته ولېږدول شول. دغه برید په چټکۍ سره وغندل شو. د کورنیو چارو وزیر شمس الحق لون دا د سولې خلاف خبره وبلله او ژمنه یې وکړه چې دولت به د مسؤلینو تعقیب وکړي. وزیر اعلی حاجی ګلبار خان هم دا برید د سخت بزدلۍ عمل وباله.

​دا چیک پوسټ د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کښې وروسته له هغه جوړه شوې وه چې په همدې سیمه کښې پر یوه بس خونړی برید وشو.  چې له امله یې ۹ تنه مسافر ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.

نور ولولئ