د امنیتي وضعیت له امله په شمالي وزیرستان کښې د دوو ورځو لپاره په مکمله توګه کرفیو لګول شوې ده. د دې ضلعي انتظامیې یو نوټیفکېشن خپور کړی چې نن به د جمعې د اګست ۲۹می له ماښام اوه بجې نه د ګل تر سهار اوه بجو پورې کرفیو وي.
دا پرېکړه د امنیتي وضعیت ښه کولو د پاره شوې ده. په دې موده کښې به په ټول ضلع کښې د خلکو په تګ راتګ او د موټرو په حرکت پوره بندیز وي. همدارنګه ټول تجارتي مرکزونه، بازارونه، او مارکېټونه به بند وي.
ضلعي انتظامیې او قانوني ادارو له خلکو غوښتنه کړې ده چې له کرفیو سره همکاري وکړي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د دې نه علاوه د شپې له خوا یعني د لمر پرېوتو نه تر لمر ختلو پورې د خلکو په تګ راتګ بندیز وي. د بددیز پخوا هم وو هغه لا تر اوسه هم پرځای دی.