په باجوړ کښی امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس اپریشن کړي دی چې په پایله کښې یې دوه مهم ترهګر وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا وژل شوي ترهګر د چارمنګ اوسیدونکی ظهیر الله عرف غزنوی او د بابړې اوسیدونکی عبدالرحمن عرف ظهیر الله دي.
دواړه ترهګر د یوې غیرقانوني ډلې غړي وو او په مختلفو ورانکارو فعالیتونو او پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کښې ښکېل وو. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې وه. چې په ترڅ کښې یې له وسله والو سره نښته وشوه او دواړه ترهګر ووژل شول.
وژل شوي ترهګر د خوارجو نیټ ورک فعال غړي وو او په باجوړ کښې د وروستیو ترهګریزو بریدونو اصلي کسان ګڼل کېدل. د دوی له ډلي څخه وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
له پېښې وروسته په سیمه کښې د لټون اپریشن چټک شوي دی. ترڅو د ترهګرو ملاتړي او اسانتیاوې برابرونکي هم ونیول شي. ځایی مشرانو د امنیتي ځواکونو عملیات ستایلي او ویلي یې دي چې د سولې او نظم د ټینګښت لپاره دا ډول اقدامات ضروری دي.