په چلورو لسیزو کښې د پنجاب په تاریخي سېلابونو کښې تر ټولو ورانوونکی سېلاب چې تر اوسه یې ۱.۴۶ میلینه خلک اغېزمن کړي او ۱۷ کسان یې ژوند له لاسه ورکړی دی. د مون سون د سختو بارانونو او د هند د اوبو د زیرمو څخه د اوبو د اضافي خوشې کولو له امله د ستلج، راوي او چناب سیندونو کچه خورا لوړه شوې ده. دې سېلاب تر ۱۴۰۰ زیات کلي تر اوبو لاندې کړي او فصلونه یې له منځه وړي دي.
د دې په ځواب کښې د پنجاب حکومت د لویو ایستلو اپریشن شروع کړي دي. چې په پایله کښې یې د ۲۶۵۰۰۰ څخه زیات خلک خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. په زرګونو خلک په مرستندویه کیمپونو کښې ځای پرځای شوي دي.
زرګونو نورو ته طبي مرستې او خوندي ځایونو ته د رسیدو اسانتیاوې برابرې شوې دي. په خاص توګه د چناب سیند وضعیت اندیښمن دی. چارواکو په راتلونکو ورځو کښې د اوبو کچه کښې د ممکن خطرناک زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
سېلاب ګڼ شمېر ضلعي اغېزمنې کړې دي. لکه جھنګ، شورکوټ، خانیوال، ملتان، مظفرګړ، شجاع آباد، جلالپور پيرواله او علي پور هم اغیزمن شوي دي. د زیانونو کچه زیاته لویه ده. په سلګونه کلي تر اوبو لاندې دي او زرګونه څاروي بې کوره شوي دي. حکومت د مالدارۍ د زیانونو د ارزونې لپاره سروې ترسره کوي او اغېزمنو خلکو ته به تاوان ورکړي. خو په لوړو خطرناکو سیمو کښې به هغه کسان چې په ناقانونه ډول یې ودانۍ جوړې کړې وي هغه خلک به له دې څخه مستثنی وي.
دې ناورین د ټرانسپورت سیسټم هم ګډوډ کړی دی. په سیالکوټ انټرنیشنل اییرپورټ کښې د سېلابي اوبو له امله د الوتنو اپریشن په موقت ډول وځنډول شو.
وزیراعظم شهباز شریف او وزیر اعلیٰ مریم نواز شریف له آسمانه د اغېزمنو سیمو څخه لیدنه کړې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مرستې وړاندیز کړی او نړیواله مرسته هم شوې ده. وضعیت اوس هم اندېښمن دی او د ژغورنې، مرستې او د لا زیان مخنیوي لپاره هڅې دوام لري.