په پنجاب کښې حکومت پوځ د ژغورنې او مرستې اپریشن لپاره په شپږو ضلعو کښې غوښتی دي. ځکه چې دا سیمه د زیات سیلاب له امله له خراب حالاتو سره مخامخ ده. دا پریکړه د سختو بارانونو او د هند لخوا له دوو ډنډونو څخه د اوبو خوشې کولو وروسته شوې. چې له امله یې سیندونه خطرناک ډول لوړ شوي دي.
چارواکو ویلي چې د ستلج او راوي سیندونو اوبه د خطر تر کچې پورته شوي دي چې له امله یې د زیان منونکو سیمو څخه د خلکو بیړني وتل شروع شوي دي. د صوبايي (PDMA) په وینا د چناب او راوي سیندونه په استثنايي توګه د لوړو اوبو شرایطو سره مخ دي. چې اوبه یې په ترتیب سره په هره ثانیه کښې له ۹۰۰,۰۰۰ او ۲۰۰,۰۰۰ کیوبک فوټ څخه ډیرې بهیږي.
په قصور ضلع کښې ۷۲ کلي او شاوخوا ۴۵,۰۰۰ اوسیدونکي اغیزمن شوي دي. د پوځ ځای پر ځای کول د دې لپاره دي چې له ځايي ادارو سره مرسته وکړي او د خلکو خوندیتوب خوندي کړي. د ژغورنې هڅې لا دمخه روانې دي، چې له ۲۸,۰۰۰ څخه زیات خلک ایستل شوي او ډیری مرستندویه کیمپونه جوړ شوي دي.
این ډي ایم اي خبرداری ورکړی چې روان سخت بارانونه کولی شي حالت لا هم خراب کړي او د هند له سیندونو څخه د نورو اوبو راتګ به بحران لا پسې زیات کړي. وزیراعظم شهباز شریف د موسمي له بحران سره د مقابلې لپاره د نړیوالې مرستې پر اړتیا ټینګار کړی دي. ځکه چې پاکستان د سختو موسمي پېښو له سختو اغیزو سره مخ دی.
په وروستیو سیلابونو کښې د نږدې ۸۰۰ کسانو له لاسه ورکولو سره، چارواکي لا هم د ولایت په کچه د ژوند او مال ساتلو لپاره سرچینې او پرسونل راټولوي.