پہ بولان ضلع کښی درے کان کَنہ د گیسو ډکیدو لہ کبله مړہ شول۔ د پیښی نہ وروستہ امدادی ٹیمونہ او مقامی انتظامیہ موقعی تہ ورسیدل او د دریو واړو مړو جسدونہ ئی را وایستل۔
مقامی خلکو وویل چی کان کَنہ تر ځمکہ لاندی کار کاوه چی ناڅاپہ د گیسو ډکیدو پہ وجہ ئی ساہ بنده شوہ او پہ ځای مړہ شول۔ د مړو شویو کان کَنو نہ یو کس د کوئٹہ د ہزارہ ټاؤن او نور دوہ د المدار روډ مری آباد اوسیدونکی وو۔
چارواکو تراوسہ پوری د پیښی اصلی وجہ نہ دہ تائید کړی. خو لومړنیو رپورټونو کښی دا ښودل شویدی چی پہ کان کښی د ښہ هوا د تگ راتگ انتظام نہ وو۔
په بلوچستان کښی د ډبرو سکرو په کانو کښی حادثی یو مسلسل خطر دی. چرتہ چی زرګونو کان کَنہ په ډیرو سختو او اکثره ناامنو شرایطو کښی کار کوی۔ ڈگری کول فیلډ کښی هم پخوا داسی ډیری پیښی شوی دی.
مقامی چارواکی وایی چی د دی حادثی د وجوهاتو معلومولو د پارہ به پلټنی وکړی. دا تازہ ناخوالہ پیښہ یو ځل بیا د بلوچستان د کان کَنۍ په سیکټر کښی د سختو حفاظتی اقداماتو فوری ضرورت په ګوته کوی.