د پرنسپل رحمت الله د خوشي کولو لپاره د احتجاج نن ۹مه ورځ ده خلکو د وانا او اعظم ورسک سړک بند کړی دی چې له امله یې ګڼه ګوڼه او مشکلات جوړ شوي دي.
پرنسپل رحمت الله ۹ ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو تښتولی و او تر اوسه یې درک نه دی معلوم.
په دې احتجاجي مظاهره کښې د شخصي سکولونو زده کوونکي، استادان او سیمه ایز سیاسي مشران برخه لري او غوښتنه کوي چې پرنسپل باید ژر تر ژره خوشی شي.
د پولیسو په وینا د تښتونې په وخت کښې د وسله والو په ډزو کښې دوه ملکي وګړي هم ژوبل شوي وو.
د مظاهرې کوونکو په وینا له پولیسو او انتظامیې سره خبرې روانې دي خو لا تر اوسه څه پرمختګ نه دی شوی.
پرنسپل همایون وزیر ګواښ کړی چې که پرنسپل رحمت الله که خوشی نه شو نو احتجاج به نور هم په اوږدو شي.
د خلکو او د تعلیمي طبقې په وینا په سیمه کښې د امنیت وضعیت ډېر خراب دی او دا ډول پیښې د تعلیم لپاره خطرناکې دي. احتجاج کوونکو ویلي چې تر هغه وخته به خپل احتجاج جاري وساتي تر څو چې پرنسپل په خیریت سره کور ته نه وي راغلي.