به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علي امین خان ګنډاپور د سیلاب ځپلو ته د مالي مرستو ورکولو په کار کښې د چټکتیا راوستلو امر کړی او د دې کار د شروع لپاره یې شپږ ورځې وخت ټاکلی دی. دا لارښوونې هغه د نهې په ورځ په پېښور کښې د یوې لوړې کچې غونډې د مشرتوب پر مهال د ویډیو لینک له لارې وکړې.

​په غونډه کښې د مالیې په چارو کښې د وزیراعلیٰ سلاکار چیف سیکرټري، د ریلیف سیکرټري، د پی ډي ایم اے ډی جی، او د سیلاب ځپلو ضلعو مرستیال کمیشنرانو ګډون لرلو. د غونډې مقصد د سیلاب ځپلو ته د معاوضو په ورکړه کښې د اوسنۍ پرمختګ کتنه وه.

​د وزیراعلیٰ هاوس لخوا جاري شوي بیان له مخې وزیراعلیٰ چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د مرستې ورکولو کار نور هم چټک کړي او تر راتلونکې خالي (یکشنبې) پورې ټولو سیلاب ځپلو ته د ټولو مرستو ورکړه یقیني کړي. هغه په خاص توګه د هغو بې سرپرسته ماشومانو لپاره چې مور او پلار یې په سیلاب کښې مړه شوي او د پېژندپاڼو یا بانکي اکاونټونو جوړولو کښې ستونزې لري. هغه د یو عملي میکانیزم جوړولو امر وکړو.

​علي امین ګنډاپور د روغتیایي څانګې اضافي ټیمونه د ټپیانو د تصدیق او مرستی د ورکړې لپاره د مقررولو امر هم وکړو. هغه زیاته کړه چې د هغو کسانو کورنیو ته به هم معاوضې ورکړل شي چې تر اوسه لادرکه دي.

​د زیانمن شویو کورونو او دوکانونو د تصدیق لپاره به نور ټیمونه هم مقرر کړل شي. وزیراعلیٰ د اوبو په لارو کښې د ویجاړو شویو کورونو د معلوماتو راټولولو او د هغوی له مالکانو سره په خوندي ځایونو کښې د کورونو جوړولو په اړه د خبرو اترو د پیلولو لارښوونه هم وکړه.

​وزیراعلیٰ وویل چې په هغو کورونو کښې چې د سیلاب اوبه او کثافات ورغلي دي. د هغه کورونو د پاکولو لپاره به د یو کور په سر یو لک روپۍ ورکړل شي. هغه پی ډي ایم اے ته دا هم امر وکړو چې د سیلاب ځپلو د معاوضو او بیا رغونې لپاره ضروري پنځه اربه روپۍ سمدستي ورکړي.

 په باجوړ کښې د بې ځایه شویو کورنیو ته به نغدې پیسې ورکړل شي ترڅو هغوی خپلې اړتیاوې پوره کړي.

​د غونډې پر مهال چارواکو د معلوماتو ورکولو په وخت وویل چې تر اوسه په صوبه کښې د ۴۰۶ کسانو مړینه او ۲۴۷ کسانو ټپي کیدل تایید شوي. له ۴۰۶ مړو څخه د ۳۳۲ کورنیو ته د هر یوه په سر ۲۰ لکه روپۍ مرستې ورکړل شوې او ۳۵ ټپیانو ته هم د هر یوه په سر ۵ لکه روپۍ ورکړه پیل شوې ده.

​په معلوماتو کښې دا هم وویل شول چې تر اوسه ۲۸ کسان لادرکه دي او د هغوی پلټنې روانې دي. له ۵۷۲۰ زیانمنو شویو کورنیو څخه ۴۳۹۸ ته د خوراکي توکو د بستو پیسې ورکړل شوې او په باجوړ کښې ۹۶۹۸ بې ځایه شویو کسانو ته خوراکي توکي ورکړل شوي.

​د اوسنیو راپورونو له مخې ۵۹۸ کورونه په بشپړ ډول او ۲۹۷۱ کورونه په جزوي ډول زیانمن شوي. چې له دې ډلې د ۴۳ زیانمن شویو کورونو مالکانو ته معاوضې ورکړل شوې دي.

 سیلاب ۵۲۶ لارې، ۱۰۶ پلونه، ۳۲۶ تعلیمي مرکزونه، ۳۸ روغتیایي مرکزونه او ۶۷ دولتي دفترونه زیانمن کړي. د دي نه علاوه ۲۸۰۸ دوکانونه هم زیانمن شوي دي چې د زیانونو له اټکل وروسته به د مرستې ورکړه شروع شي.

​وزیراعلیٰ ټینګار وکړو چې د مرستو د ورکړې کار باید په ټاکلي وخت کښې بشپړ شي ترڅو د بیا رغونې کارونه ژر پیل شي او د فنډونو په کارولو کښې بشپړ شفافیت یقیني شي. هغه وویل چې د دې مقصد لپاره دې د څارنې بهیر نور هم اغیزمن شي.

نور ولولئ