به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د بلوچستان د کېچ ضلعي په مرکزي ښار تربت کښې د امنیتي ځواکونو پر یوه چیک پوسټ د لاسي بم برید له امله ۸ کسان ټپیان شوي دي. دا پېښه د سنگاني سر په سیمه کښې شوې ده.

​د ایف سي ساؤت په وینا بریدګر د فتنه الھندوستان په نامه ترهګرې ډلې سره تړاو لري. له برید وروسته امنیتي ځواکونو سمدستي ځوابي ډزې وکړې. خو بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

​په دغه برید کښې ټول ټپیان شوي ۸ کسان د سیند او بلوچستان اوسېدونکي دي. په ټپیانو کښې د سانگھڑ (سیند)، مستونگ، نال، صلاله بازار او سنگاني سر تربت اوسېدونکي شامل دي. ټول ټپیان سمدستي د ایف سي او ډي ایچ کیو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

​امنیتي چارواکو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د لټون اپریشن یې شروع کړي دي. نورې څېړنې روانې دي.

نور ولولئ