به‌روزرسانی دربارهٔ7 hours ago

د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ د خیبر ضلعي د تورخم له لارې روانه ده. د کډوالۍ د چارو سرچینو ویلي چې تېره ورځ په لویه شمېره کښې افغانان له بېلابېلو اسنادو سره افغانستان ته ستانه شوي دي.

​د جزیاتو له مخې د اګست په ۲۴مه نېټه، ۲۴۱۹ پي او ار کارډونه او ۱۲۳ افغان سيټیزن کارډونه لرونکي افغانان په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شول. په ورته وخت کښې ۶۷۲ افغانان چې د سفر اسناد یې نه لرل هغه کډوال له هېواده وشړل شول.

​د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې ۱۵۳۸۲ افغانان چې پي او ار کارډونه یې لرل هغه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د دې نه علاوه د ۴۵۴۰۱ اے سي سي کارت لرونکي افغانان هم خپل وطن ته ستانه شوي دي.

​دا وروستي شمېرې د تورخم له لارې د افغانانو د رضاکارانه راستنېدو او ایستلو بهیر ښیي.

نور ولولئ