د امنیتي ځواکونو او چارواکو له تایید سره سم امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په اپریشن کښې د بلوڅو آزادي غوښتونکي پوځ (BLA) یو لوړ پوړی قوماندان زاهد صالح چې په واحد او بهواني هم مشهور و. د کیچ ضلعي په ټمپ سیمه کښې امنیتي ځواکونو زاهد ووژلو.
د امنیتي سرچینو په وینا د دې اپریشن په ترڅ کښې له نوموړي څخه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. سرچینې زیاتوي چې زاهد په بلوچستان کښې په ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو باندې په لسګونو بریدونو کښې لاس لرلو.
د بی ایل ای په یوه بیان کښې د زاهد صالح مړینه تایید کړه او ویې ویل چې نوموړي په ۲۰۲۳ کال کښې دغه ډله کښې شامل شوی و او د ټمپ، زموران او دشت په جبهو کښې فعال و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چنګاښ په ۲۶ مه په کویټه کښې د بلوچستان له وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د قانون او نظم په اړه په یوه غونډه کښې ژمنه وکړه چې هغه ترهګر به له منځه یوسي چې له فتنة الهند سره تړاو لري. وزیر ټینګار وکړو چې ټول هند پلوه جنګیالي او د هغوی اسانوونکي به محاکمې ته راکاږي.
بلوڅو آزادي غوښتونکی پوځ (BLA) چې د پاکستان، امریکا او برتانیا له خوا ترهګره ډله اعلان شوې ده. په دې وروستیو کلونو کښې یې په بلوچستان کښې پر زیربنایي پروژو او امنیتي کارکوونکو خپل بریدونه زیات کړي دي. چارواکو ویلي دي چې استخباراتي اپریشن به تر هغه وخته پورې جاري وي تر څو چې دغه نيټ ورک په مکمله توګه ختم شوي نه وي.