د راپورونو له مخې په بلوچستان کښې د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ یوه ۱۵ کسیزه جرګه شوې ده چې پکې له افغانستان څخه درې مهمې څېرې هم شاملې وې. په اسلام آباد کښې د خراسان ډایري په نوم د څېړنیز مرکز د خبر له مخې افغان چارواکو د ځایي جرګې په مرسته په پاکستان کښې د روانو اپریشنونو په خاص توګه د بلوچستان د ژوب ضلعې په سمبازې سیمه کښې د وژل شویو افغان وګړو د مړو د سپارلو غوښتنه کړې وه.
د خراسان ډایري مرکز ته د دې جرګې دریو پاکستانیو سرچینو ویلي چې له افغانستان څخه راغلي جرګې ته ۵۳ جسدونه سپارل شوي دي. یوې باوري سرچینې هم د خراسان ډایري ته تایید کړه چې دا جرګه د حصار کلي په نوم په یوه کلي کښې جوړه شوې وه. د خبر له مخې د سپارل شویو جسدونو له لیسټ څخه معلومېږي چې ډېر د افغانستان د مشرق او جنوبي صوبو اوسېدونکي وو.
د پاکستان آی ایس پي آر د اګست په ۹مه نېټه په یوه خپاره کړي بیان کښې وویل چې د ژوب په سمبازې سیمه کښې د اګست په ۷مه او ۸مه نېټه له بریالیو اپریشنونو وروسته امنیتي ځواکونو د اګست د ۸مې او ۹مې په منځنۍ شپه د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې نور اپریشنونه هم کړي دي. په دغو اپریشنونو کښې امنیتي ځواکونو ۱۴ نور ترهګر وژلي دي. د وژل شویو ترهګرو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. په دې توګه په دوو ورځو کښې د وژل شویو ترهګرو ټول شمېر ۴۷ ته رسېدلی دی.