به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

په خیبر پښتونخوا کښې د سختو سېلابونو له امله د وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور لخوا سېلاب ځپلو ته د مرستو اعلان وشو. د دې مرستو هدف دا دی چې اغیزمنو خلکو ته پوره مرسته او ملاتړ وشي.

​په دې مرستو کښې د هغو کورنیو لپاره چې خپل غړي یې له لاسه ورکړي دي. د هر یوه مړ شوي تن لپاره د مرستې اندازه له ۱۰ لکه روپیو څخه تر ۲۰ لکه روپیو ته لوړه شوې ده.

​همدارنګه د ټپیانو لپاره هم مرستې زیاتې شوې. هر ټپي ته به له ۵۰ زرو روپیو پرځای اوس ۵ لکه روپۍ ورکول کېږي.

​ حکومت به زیاته مرسته د هغو خلکو ته ورکوي د کومو خلکو  چې کورونه ویجاړ شوي دي . مکمل ویجاړ شوي کور لپاره مرسته له ۴ لکه روپیو څخه ۱۰ لکه روپیو ته لوړه شوې. د نیم ویجاړ شوي کور لپاره هم مرسته له ۱ لکو څخه ۳ لکو روپیو ته زیاته شوې ده.

​حکومت د هغو دوکانونو لپاره چې سېلابونو ویجاړ کړي،  دي، ۵ لکه روپۍ مرسته به ورکوي. دا یو نوی اقدام دی، ځکه چې پخوا داسې هیڅ مرسته نه ورکول کېده.

​بل نوی اقدام د خوراک لپاره د مرستې پروګرام دی. هر اغیزمن شوی کس ته به د خوراکي توکو لپاره ۱۵ زره روپۍ ورکول کېږي. دا لومړی ځل دی چې داسې مستقیمه مرسته ورکول کېږي.

​وزیراعلی په یوه مطبوعاتي اعلامیه کښې وویل چي د هرې سختۍ په وخت کښې د خیبر پښتونخوا حکومت ستاسو سره دی! حکومت هڅه کوي چې مرستې ژر تر ژره ضرورت مندو خلکو ته ورسوي. د سېلابونو له امله د رسیدلو نقصاناتو اندازه لا هم کتل کېږي.

نور ولولئ