د باجوړ په سالارزو سیمه کښې د پخواني صوبایي وزیر انورزیب خان په کور کښې د سیمې د امنیت او نظم د ساتنې په مقصد یوه ستره قومي جرګه جوړه شوه. په دې جرګه کښې د ټول سالارزو قوم مشرانو ګډون وکړو.
د جرګې ګډونوالو ټینګار وکړو چې دوی به په خپله خاوره کښې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره هره هڅه کوي او چا ته به د دې اجازه نه ورکوي چې د دوی امن ته خطره جوړه کړي. دوی په یوه خوله وویل چې د خپلې خاورې کلکه ساتنه به کوي.
د جرګې په پای کښې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې په هغې کښې مهمې پریکړې وشوې. په دې پریکړو کښې راغلي چې که څوک په راتلونکي کښې وسله والو ډلو ته سهولت کاري کوي. نو د هغه کور به ورانیګي، له سیمې به وشړل شي او ۵۰ لکه روپۍ به جرمانه شي.
په هم دې ډول د شپې لخوا په ټوله سالارزو سیمه کښې پر ګرځیدو کرفیو ولګول شوه.
د جرګې مشرانو دا هم وویل چې که حکومت یا دولتي ادارې څه اپریشن کوي. نو دوی د یی د ورځې لخوا ترسره کړي. په شپه کښې د اپریشن اجازت نشته. د دې نه علاوه پریکړه وشوه چې د سالارزو په هره برخه کښې چې څه ستونزه راشي نو ټول قوم به په ګډه د هغې پر وړاندې ودرېږي.
د امنیت د لا ښه کولو لپاره په ټولو سیمو کښې د پهرې (څوکۍ) کولو پریکړه هم وکړه. په اعلامیه کښې د سپریم کورټ د ججانو په مشرۍ د یوې کمېټې جوړولو غوښتنه هم شوې ده. ترڅو د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ټولو شویو اپریشنونونو پلټنه وکړي.
په پای کښې جرګې غوښتنه وکړه چې ټول هغه کسان چې تر دې دمه په سالارزو کښې نیول شوي دي. هغه ټول کسان دی قوم ته مخامخ راوړل شي.