به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاکستان د (CTD) په وینا له هندوستاني استخباراتي ادارې (RAW) سره تړلې یوه ډله نیول شوې ده. چې په پاکستان کښې یې ترهګریز فعالیتونه کول.

​په کراچۍ کښې رسنیو ته د وینا پر مهال اېډېشنل آیي جي آزاد خان وویل چې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۸ یو بېګناه سړی عبدالرحمن د دې ډلې لخوا په بادین کښې وژل شوی دی.
خان زیاته کړه چې وژل شوی کس په خپله سیمه کښې د خلکو لپاره په ټولنیزو کارونو مشغول و. د پېښې د سي سي ټي وي فوټیج ښيي چې په دې قتل کښې درې کسان ښکیل وو. آزاد خان وویل چې هندي رسنیو سمدستي د دې قتل هرکلی کړی و او ادعا یې کړې وه چې د هند یو دښمن په نښه شوی دی.

​خان وویل چې (CTD) او فدرالي استخباراتي ادارو څېړنې پیل کړې او د جولای په ۸ یې څلور کسان ونیول. په نیول شویو کسانو کښې عمیر اصغر، سجاد، عبید او شکیل شامل دي. څېړنو ښودلې چې دا څلور واړه له RAW سره تړلي دي. د دې اپریشن مشر یو د RAW استخباراتي افسر و چې په خلیج کښې اوسېده او نوم یې سنجي سنجیو کمار عرف فوجي یاد شوی دی.

​د څېړنو په ترڅ کښې دا هم په ډاګه شوه چې سنجي سنجیو کمار فوجي په ډېره اندازه پیسې سلمان ته ورکړې وې. چې د شیخوپورې اوسیدونکی و. سلمان د مې په ۱۲ د کراچۍ اییرپورټ له لارې راغلی او حیدرآباد ته تللی و. چې هلته یې له څلورو نیول شویو کسانو سره لیدلي وو. وروسته یې په بادین کښې د دې پېښې پلان جوړ کړ. عمیر او سلمان په هوټل کښې پاتې شول. په داسې حال کښې چې دریو نورو کسانو حمله وکړه. سنجي د اپریشن په جریان کښې په دوامداره اړیکه کښې و. د قتل وروسته سلمان د کراچۍ اییرپورټ له لارې خلیج ته او له هغه ځایه نیپال ته وتښتېدو.

​د پیسو د موندلو لپاره (CTD) په اګست میاشت کښې ارسلان، طلحه او عمیر ونیول. په دې پېښه کښې کارول شوې ۹mm وسلې او موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي. دا هم څرګنده شوې چې RAW له یوې جلا غوښتونکې ډلې څخه په دې جرم کښې کار اخیستی دی. خو په دې اړه څېړنې لا هم روانې دي.

​اېډېشنل آیي جي آزاد خان وویل چې دا ډول له خپلې خاورې بهر قتلونه د نړیوال قانون له مخې د دولت لخوا سپانسر شوې ترهګري بلل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د (CTD) د سنجي سنجیو کمار هندي پاسپورټ او نور اسناد هم موندلي دي ترڅو د هغه هویت ثابت کړي.

نور ولولئ