به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د ۲۰۲۵م کال د اګست په ۲۲مه د ګلګت بلتستان (GB) په غییزر ضلع کښې د ګوپیس په سیمه کښې د یوه طبیعي جهیل د اوبو راوتلو له امله زیاتی اوبه راغلي او زیاته ویجاړتیا یې رامنځته کړې ده. دې اوبو یو لوی مصنوعي جهیل جوړ کړی او څو کلیو ته یې لاره بنده کړې ده. چارواکو د جمعې په ورځ د پراخ زیان تایید وکړ. خو ویې ویل چې تر اوسه په دې پېښه کښې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

​دغه پېښه چې د تالي داس په سیمه کښې رامنځته شوې. د ځمکې ښویېدنې لامل شوې چې د ګلګت شندور سړک یې په مکمله توګه بند کړی او د روشان کلی یې له نورو سیمو جلا کړی دی. د غیزر سیند د سهار له دریو بجو راهیسې بند شوی چې له امله یې اوبه نورې هم زیاتې شوې او د نورو کلیو د ډوبېدو خطر یې رامنځته کړی دی. خو د وخت په تېرېدو سره اوسېدونکو ته د خبرتیا له امله مرګ ژوبله نه ده شوي.

​د ګلګت بلتستان د حکومت ویاند فیض الله فراق وویل چې تر اوسه ۵۰ کسان ژغورل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د سیند د اوبو د بندېدو له امله یو لوی مصنوعي جهیل جوړ شوی. چې شاوخوا سیمو ته یې جدي خطر پېښ کړی دی. د ګلګت بلتستان  وزیر اعلیٰ په خپله د ژغورنې چارې څاري او د شمالي سیمو ځواکونو یوه چورلکه د ژغورنې اپریشن لپاره استول شوې ده. له نورو سیمو د پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره هم د نورو چورلکو مرسته غوښتل شوې ده.

​د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) له اګست میاشتې له ۲۳مې تر ۲۷مې نېټې پورې د ګلګت بلتستان په ځینو برخو کښې د سخت باران او تندر خبرداری ورکړی دی چې د ځمکې ښویېدنې او خټو راتلو خطر یې زیات کړی دی. له چارواکو او اوسېدونکو غوښتل شوي چې محتاط اوسي. د هوا پېژندنې ادارې په خاص توګه د دیامر، استور، غیزر، سکردو، هنزه، ګلګت، غانچې او شګر سیمې د سختو بارانونو له امله په لوړ خطر کښې یادې کړي دي.

​دغه پېښه د طبیعي جهیلونو د اوبو راوتلو له امله د ګلګت بلتستان د زیانمنېدو ښکارندویي کوي. چې په دې سیمه کښې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مخنیوي د پالیسیو دوام ته اړتیا په ګوته کوي.

نور ولولئ