به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

​د پاک پوځ ویاند ډي جي احمد شریف چوهدري دا خبرونه رد کړي چې ګواکې د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په بروکسل کښې د خپل وروستي سفر په ترڅ کښې سیاسي روغه جوړه په خالصې بخښنې پورې تړلې ده.

​دا وضاحت وروسته له هغه وشو کله چې د اګست په ۱۶ مه نېټه نامتو خبریال سهیل وڑائچ د روزنامه جنګ اخبار په خپل کالم کښې ولیکل چې د پوځ مشر په بلجیم کښې د یوې غیر رسمي خبرو اترو پر مهال ویلي وو چې روغه جوړه یوازې د بخښنې له لارې ممکنه ده. که څه هم په کالم کښې دا واضح نه وه چې دې خبرې د څه سیاسي ګوند په اړه وه. خو وروسته په رسنیو کښې راپورونو دا بیان د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) سره تړلی و.

​د دې مسلې په اړه د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (ډی جی آی ایس پی آر) مشر ډي جي احمد شریف چوهدري د زیارت (پنجشنبې) په ورځ خبریالانو ته وویل چې د پوځ مشر په بروکسل کښې هیڅ سیاسي بیان نه دی ورکړی. د پي ټي آی یادونه یې نه ده کړې او نه یې هم د څه بخښنې یادونه کړې. هغه زیاته کړه چې د پوځ مشر په بلجیم کښې د خپل لنډ استوګنې په ترڅ کښې څه رسمي مرکه نه ده کړې.

​د ۲۰۲۳ کال د مې د ۹مې نېټې د پېښو په اړه د پوځ دریځ په بیا تکرارولو سره ډي جي چوهدري وویل چې په دولتي او پوځي تاسیساتو باندې په بریدونو کښې ښکیل کسان، د هغوی پلان جوړونکي او سهولت کاران باید د قانون لاندې حساب ورکړي. هغه زیاته کړه چې د مې ۹مه یوازې د پوځ نه بلکې د ملت یوه مسله ده.

​د آی ایس پی آر مشر د ۲۰۱۴ کال د ملي عمل پلان په مکمله توګه د پلي کولو په اړتیا هم ټینګار وکړ او په ګوته یې کړه چې تر اوسه یوازې د هغې لومړۍ برخه عملي شوې ده.

هغه زیاته کړه چې وسله وال ځواکونه او د قانون پلي کونکي ادارې د خپلې وینې سره د حکومتدارۍ تشه ډکوي.

​د امنیتي پراخو ننګونو په اړه تبصره کولو سره ډي جي چوهدري وویل چې پاکستان په بریالیتوب سره د هند هڅې ناکامې کړې دي. په داسې حال کښې چې هغه خبرداری ورکړه چې په جرمونو کښې ښکیل ناقانونه افغان کسان له هېواده د ایستلو هڅې د هېواد دننه د سیاسي او مجرم ډلو لخوا له مقاومت سره مخ دي.

نور ولولئ