به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

​د جنوبي وزیرستان لوئر په اعظم ورسک سيمې کښې امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف اپریشن شروع کړي دي. د تازه معلوماتو پر اساس ځواکونو د ترهګرو په پټنځایونو حمله کړې او ۱۵ ترهګر یې وژلي دي. په وژل شوو کښې یو ځانمرګی برید کوونکی هم شامل دی. ځايي سرچینو ویلي چې د ډزو په تبادله کښې ګڼ شمېر ترهګر ژوبل شوي هم دي.

​د ځايي سرچینو پر اساس ترهګرو هڅه کړې وه چې په یو جومات کښې پناه واخلي. خو امنیتي ځواکونو یې تعقیب کړ او ټوله سیمه یې محاصره کړه.

​د سرچینو په وینا د اپریشن په دوران کښې امنیتي ځواکونو اعظم ورسک روډ باندې کرمزي سټاپ هم نیولی دی. چیرې چې یو خالي کور په عارضي چیک پوسټ بدل شوی دی.

​د نښتې په وخت د ترهګرو په ډزو په یو کور کښې څلور ماشومان او یوه ښځه لږ څه ژوبل شوي ده چې ژر تر ژره په ځايي میډیکل سټور کښې ورته روغتیایي مرسته ورکړل شوې ده. له نیکه مرغه څوک سخت ژوبل شوي نه دي.

​د اپریشن باوجود د اعظم ورسک نه تر وانا پورې ټریفیک په عادي ډول روان دی. خلک په خپلو ورځنیو کارونو مشغول دي.

نور ولولئ