د خیبر پښتونخوا په اپر جنوبي وزیرستان ضلع کښې په بېلا بېلو لارو او سیمو ۱۴۴ دفعه لګول شوې ده.
دا دفعه د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ او لوژستیکي توکو د لېږد په خاطر لګول شوې ده. چې د زیارت (پنجشنبې) له سهار ۶ بجو څخه تر ماښام ۷ بجو پورې به وي.
د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپاره شوي بیان له مخې د دفعه ۱۴۴ پر مهال به په ټوله ضلعه کښې په هر ډول تګ راتګ په مکمله توګه بندیز وي او ټول بازارونه به تړل شوي وي. مسافرو ته سپارښتنه شوې چې له ډېره اسماعیل خان او ټانک څخه جنوبي وزیرستان اپر ته لاړ نه شي.
د دفعه ۱۴۴ له مخې هغه مهمې لارې چې تړل شوې دي، په دې ډول دي: تاؤده چینه، مکین، بي بي رغزۍ، سراروغه، کوټکۍ، سپینکۍ رغزۍ تر نظرخېل پورې او تاؤده چینه، مکین، کانیګرم، شیرونګۍ تر سپین جماعت پورې کرفیو لګول شوي ډه. د دې نه علاوه د تیارزې نه تر توروام پورې لاره به هم بنده وي.
د کورنیو چارو وزارت نورې لارښوونې هم کړې دي چې د هرې امنیتي موټر لیدو سره سم باید خپل موټر په ۱۰۰ میټره ځای کښې ودروي. خو په بیړنۍ (اېمرجنسي) حالت کښې د پولیسو یا امنیتي ځواکونو په اجازه او د پېژندنې کارډ (شناختي کارډ) په ښودلو سره سفر اجازه ورکول کېدای شي.