د مرستیال کمیشنر په وینا د صوابۍ په سیمه دالوړۍ کښې د بارانونو له امله د وریځو د چاودېدو(cloud burst) په پیښه کښې تر دې مهاله دیارلس مړي موندل شوي دي.
کمشنر وینا کړې ده چي په صوابۍ کښې د ملبې لاندې د نورو کسانو د را ایستلو لپاره اوه ایکسویټرې، شپږ ایمبولانسونه، دوه ژغورنې ګاډي او د ژغورنې ډلې (ریسکیو ۱۱۲۲) ، د پاکستاني پوځ او ټی ایم ای کارکوونکي په اپریشن کښې مشغول دي.
اسسټنټ کمشنر ویلي دي چې په دې قدرتی آفت کښې ټول اوولس کسان مړه شوي. په دې کې ماشومان او میرمنې هم شاملې دي.
اسسټنټ کمشنر ویلي چي په دې پیښه کښې څلور کسان په سرکوی او دیارلس په داروړی کښې مړه شوي دي.
ا سسټنټ کمشنر زیاته کړه چي صوابۍ ادارې د آفت ځپلو خلکو لپاره دیرش بسترې، دیرش خیمې او ۶۷ مچهر دانۍ ویشلي دي.
بل خوا د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان اپر کښې سخت بارانونه ورېدلي. چې له امله یې سیلاب راغلی او د ټانک په لور روان دی. سیلاب څو پُلونه له ځانه سره وړي دي.
د جنوبي وزیرستان اپر په سرویکۍ تحصیل کښې ډېر سخت بارانونه ورېدلي. د بارانونو وروسته سیلاب راغلی. سیلاب د سپلاتوۍ او مدینې موړ پُلونه له ځان سره وړي دي. دې سیلاب د سیند پر غاړه ولاړ څو کروندې هم خرابې کړي دي. ځایي خلک وايي چې سیلاب د ټانک په لور روان دی. نو هغه خلک چې د سیند غاړې ته نږدې دي. باید هغه خوندي ځایونو ته لاړ شي.
بل خوا د صوبي بلوچستان په بختیارآباد، سبی، او لهړي سیمو کښې سختو طوفاني بارانونو سخت زیانونه جوړ کړي دي. د باران اوبه کورونو ته ننوتلې او خلک یې سخت په تکلیف کړي دي. د اوبو د ایستلو د ښه سیسټم د نشتوالي له امله د بختیارآباد کوڅې په سیندونو بدلې شوې دي.
د ناړي او لهړي سیندونو کښې د سیلاب اوبه له حد زیاتې شوې دي. د اوبو لګولو ديپارټمنت (Irrigation Department) له مخې له ناړي سیند څخه د ۸۰۰۰۰ کیوسکه اوبو او له لهړي سیند څخه د ۶۲۰۰۰ کیوسکه اوبو سیلابي څپه تېرېږي.
د غرونو په لړیو کښې د بارانونو له امله د سیلاب نورو څپو د راتلو وېره هم شته. ضلعي اداره (District Administration) وایي چې د دې سیلابونو له امله یې خبردارۍ (الرټ) جاري کړی او ټولو څانګو ته یې د لازم اقداماتو کولو لارښوونه کړې ده.
ضلعي ادارې په خلکو غږ کړی چې د سیندونو او ویالو په شاوخوا سیمو کښې اوسېدونکي دې احتیاط وکړي او په څه بیړني حالت کښې دې له لیویز کنټرول روم سره اړیکه ونیسي. ټولو ادارو ته د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی نیولو خبر ورکړل شوی دی.