د ګل په ورځ د پولیو ویروس پر ضد د پاکستان مبارزه د دوو نورو پېښو له تایید سره له یوه بل خنډ سره مخ شوه. چې په ۲۰۲۵ کال کښې یې په ټول هېواد کښې د پېښو شمېر ۲۱ ته ورساوه. د این آئی ایچ (NIH) او د نیشنل ايمرجنسي اپریشن سنټر(NEOC) د دغو پېښو تایید کړی دی.
د روغتیايي چارواکو په وینا د خیبر پښتونخوا د کوز کوهستان د پټن سیمې شپږ کلنه نجلۍ او د سند صوبه د بدین ضلع د ماتلي-۲ سیمې ۲۱ میاشتنۍ نجلۍ په پولیو وایرس ډول ۱ (WPV1) اخته شوې دي. دغه پېښې په اسلام آباد کښې د پولیو له منځه وړلو سیمه ییزې ازموینې څانګې تایید کړې.
د دې نوو پېښو سره خیبر پښتونخوا لا هم تر ټولو ډېر اغېزمن شوی صوبه ده. چې سږ کال یې ۱۳ پېښې ثبت کړې دي. سند شپږ، پنجاب او ګلګت بلتستان هر یوه یوه پېښه ثبت کړې ده. پاکستان د افغانستان ترڅنګ له هغو دوو وروستیو هېوادونو څخه دی چې د پولیو ویروس لا هم پکې شته.
د نیشنل ايمرجنسي اپریشن سنټر (NEOC) په خپله اعلامیه کښې خبرداری ورکړی چې تر هغه وخته پورې چې وایرس له منځه لاړ نه شي، ټولو ماشومانو ته خطر شته. دغه مرکز ویلي چي هر له لاسه وتلی ماشوم د ټولو ماشومانو لپاره خطر دی. او زیاته کړې یې ده چي له والدینو او سرپرستانو څخه په کلکه غوښتنه کېږي چې په دې او هره مبارزه کښې د خپلو ماشومانو د واکسین کېدو ډاډ ورکړي.
چارواکو د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسین یو ملي کیمپین اعلان کړی دی. دغه اوونیز کیمپین به د ستمبر په لومړۍ نېټه پیل شي او ۹۹ ضلعي به تر پوښښ لاندې راولي او له ۲۸ میلیونو څخه زیات پنځه کلن ماشومان به ویکسین کړي. د لاسرسي او امنیتي ننګونو له امله، د خیبر پښتونخوا په جنوب کښې به دغه کیمپین وروسته د ستمبر په ۱۵مه پیل شي.
وروستۍ چاپیریالي څارنې یو ګډ انځور وړاندې کړی دی. له ۸۷ ضلعو څخه د فاضلابو له ۱۲۷ نمونو څخه، ۴۲ یې د پولیو ویروس لپاره مثبتې وې. په داسې حال کښې چې ۷۵ یې له پولیو څخه پاکې وې. د ۱۰ نمونو پایلې لا هم ندي څرګندې شوې. د نیشنل ايمرجنسي اپریشن سنټر (NEOC) په څو صوبو کښې د هڅونې وړ نښې یادې کړې.
بلوچستان د ۲۳ نمونو له جملې څخه ۲۲ منفي نمونې، او خیبر پښتونخوا اووه مثبتو نمونو په مقابل کښې ۲۴ منفي نمونې ښودلې. پنجاب ۱۵ منفي او ۱۲ مثبتې پایلې او سند ۱۹ مثبتې نمونې او ۱۰ منفي نمونې ثبت کړې. د خوښۍ ځای دا دی چې د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان ټولې نمونې منفي وې.
د عامې روغتیا کارپوهانو بیا ټینګار وکړ چې که څه هم د پولیو ناروغۍ درملنه نشته. خو د پرله پسې ویکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي. دوی ټینګار وکړ چې د خولې پولیو ویکسین (OPV) تکراري ډوزونه او د ویکسین منظم بشپړول د فلج پر وړاندې یوازینۍ باوري ساتنه ده.
د دوامداره له منځه وړلو هڅو سره سره د نوو پېښو رامنځته کېدل د وایرس پر وړاندې د پاکستان د مبارزې کمزورتیا په ګوته کوي.
چارواکي وایي چې د پولیو د ختمولو لپاره د ټولنې بشپړې برخې اخیستنې او تکراري ویکسین ته اړتیا ده ترڅو راتلونکي نسلونه د دې ناروغۍ له ویجاړونکو اغیزو څخه وژغورل شي.