به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د جنوبي وزیرستان لاندې برخې د واڼه په سیمه کښې د سیمه ییز سکول پرنسپل او د واڼه د ویلفیئر ایسوسیشن صدر رحمت الله وزیر د ګل (دوشنبې) په سهار د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شوی دی.

 دا پېښه هغه مهال وشوه چې هغه له خپل کور څخه د نوي اقراء سکول ته روان و. ځايي سرچینو ویلي چې د تښتونې پرمهال د وسله والو په ډزو کښې دوه کسان هم ټپیان شوي دي.

​سرچینې زیاتوي چې وسله والو کسانو رحمت الله وزیر په ټوپک و ډار کړ او په یوه موټر کښې یې نامعلوم ځای ته یوړ.

​پولیس وايي چې دوی د پېښې په اړه معلومات راټولوي او د سیمې په ټولو ننوتلو او وتلو لارو یې څارنه سخته کړې ده. پولیسو او ملکي ادارې هم پلټنې شروع کړې دي.

​د سیمې خلکو په حکومت او چارواکو ټینګار کړی چې د دې پېښې جدي پلټنه وکړي. مسؤول کسان دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري او په سیمه کښې دې د تعلیمي او ټولنیزو شخصیتونو خوندیتوب خوندي کړي.

​په یاد ولرئ چې په وروستیو ورځو کښې په لاندې وزیرستان کښې یو سکول په چاودنې سره ویجاړ شوی و. له دې وروسته فدائین اسلام په نوم یوې ډلې پمفلټونه خپاره کړي وو چې زده کوونکي او ښوونکي یې له سکول څخه د راتلو پر وړاندې خبرداری ورکړی و. د تېر ګل (دوشنبې) په ورځ په بله پېښه کښې د لاندې وزیرستان په برمل تحصیل کښې د کراباغ په سیمه کښې نامعلومو وسله والو کسانو د دیني عالم او ځايي سکول ښوونکی مولانا ثناء الله په ډزو وژلی و.

نور ولولئ