د بلوچستان های کورټ د یوې مقدمې په اورېدنه کښې صوبایي حکومت ته امر وکړ چې د عامه ټرانسپورټ د بندېدو حکم سمدستي بېرته واخلي او د امنیتي خطرونو پرته په نورو سیمو کښې د موبایل انټرنېټ او فون خدمات سمدستي بحال کړي.
په بلوچستان های کورټ کښې د موبایل انټرنېټ د بندېدو خلاف پیټیشن اورېدل کېده. د دې اورېدنې مشري د های کورټ مشر قاضي روزي خان بړیچ او جسټس سردار احمد حلیمي کوله. په دې موقع د ایډووکېټ جنرل بلوچستان، اضافي اټارني جنرل او د کورنیو چارو د وزارت چارواکي هم حاضر وو.
د حکومتي چارواکو په وینا عامه ټرانسپورټ د لنډ وخت لپاره تړل شوې وه او د چهلُم د جلوسونو د امنیتي اندېښنو له امله په صوبه کښې د موبایل انټرنېټ او فون خدمات بند کړل شوي دي.
ایډووکېټ جنرل وویل چې حکومت د ۳۱ اګست ۲۰۲۵ پورې د موبایل ډیټا بند ساتلو پرېکړه کړې ده.
عدالت له حکومت وپوښتل چې ایا امنیتي خطري په ټول بلوچستان کښې شته؟ د چارواکو ځواب دا و چې خطري یوازې په ځینو ټاکلو سیمو کښې دي.
عدالت امر وکړ چې په هغو سیمو کښې چې امنیتي ستونزې نشته. هلته دې د موبایل انټرنېټ او فون خدمات ژر تر ژره بحال شي او د بندېدو په پرېکړه دې بیا کتنه وشي. د عامه ټرانسپورټ د بندېدو حکم هم دې بې له ځنډه بېرته واخېستل شي.
د دې کیس راتلونکې اورېدنه د ۲۱ اګست ۲۰۲۵ نېټې ته وځنډول شوه.